د اعدام بیه،‌ یو سر په ۵۰۰ کلدارو

صابر مسیح د انځور حقوق bbc
Image caption صابر مسیح پر دې اند دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې تر دوو سوو ډېر کسان اعدام کړي

تېر کال د پاکستان لومړي وزیر د اعدام معلق شوی حکم پای ته ورساوه.‌ اټکل دی چې پاکستان کې تر پنځو زرو ډېر کسان د اعدام حکم په انتظار دي، خو تر اوسه په تېرو اتو میاشتو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.

د تېر کال دسمبر پر ۱۶مه،‌ پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر خونړي برید وروسته،‌ پاکستان د اعدامونو لړۍ تېزه کړه.

بي بي سي د صابر مسیح په نامه له هغه سړي سره مرکه کړې ده،‌ چې ددغو اعدامونو کابو څلورمه برخه تورن کسان دده په لاس اعدام شوي دي.

مسیح پاکستان کې د بي بي سي خبریالې شیماء خلیل ته د خپلې دندې (اعدام) په اړه ویلي، چې وايي له پلرونو ورته په میراث پاتې ده.‌ دی وايي، پلار یې ده ته د اعدام د پړي تړلو چل ورښودلی دی.

په اعدام شویو کې ډېری یې سخت دریځي او د خونړیو بریدونو په تور نیول شوي کسان دي،‌ خو تر ټولو ډېر کسان (تر ۱۷۰ ډېر تورن) پنجاب ایالت کې اعدام شوي دي.

همدا ده چې د اعداموونکي یا (جلاد) کار جوړ شوی،‌ ځکه چې پاکستاني زندانونو کې تر پنځو زرو ډېر کسان د اعدام حکم عملي کېدو په انتظار دي.

صابر مسیح وايي، څو میاشتې وړاندې خیبر پښتونخوا کې پولیسو ځینو کسانو ته د اعدامولو د چل ورښودلو لپاره ورغوښتی و.‌

دی وايي، د هر اعدام په مقابل کې ۵۰۰‌ پاکستاني روپۍ ترلاسه کوي، چې وايي پر یوه پوځي مرکز د برید پړ د ډاکټر عثمان په نامه و.

صابر وايي، هره میاشت تقریباً ۱۵۰۰۰ زره تنخا ترلاسه کوي.

دغه پاکستانی جلاد له مرغانو ساتلو سره هم مینه لري. خو وايي نیکه یې د انګریزانو د ښکېلاک پرمهال هم ځینې کسان اعدام کړي دي،‌ خو هغه مهال د یوه اعدام بیه یوازې ۲۰ پاکستانۍ کلدارې وې.‌

صابر مسیح وايي، پلار یې کالا مسیح او نیکه یې تارا مسیح تر ۴۰ کلونو پورې د اعدام چارې مخته بېولې دي، چې زرګونه کسان د دوی په لاس اعدام شوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د صابر مسیح د کورنۍ یوه غړي د پاکستان پخوانی لومړیز وزیر ذوالفقار علي بهټو (انځور کې ښۍ خوا ته) په ۱۹۷۹ کال کې اعدام کړی

د تارا مسیح په اړه دا خبره هم مشهوره ده، چې د پخواني پوځي مشر جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پرمهال یې د پاکستان د خلکو ګوند (پیپلز پارټي) بسټګر او پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علي بهټو اعدام کړی.

وړاندې دغه پاکستانی جلاد هم له خبریالانو او عکاسانو سره مخامخ شوی و، خو وايي چې آن په لاهور کې خپل کور کې د تېرولو لپاره هم ډېر وخت نه لري:

''باید د دسمبر پر ۱۸مه، ماسخوتن فیصل آباد ته پر بل ګهیځ د دوو تورنو د اعدامولو لپاره رسېدلی وای.''

د ۱۷ کلنې خور جامې

مسیح خپلې جامې د اوږې په یوه کوچني بکس کې ځای پرځای کړې، خو د خپلې ۱۷ کلنې خور جامې یې واغوستې، او مخ یې په نقاب پټ کړ، د تلوېزیون د خبریالانو او موټرو ترمنځ، چې د کور مخې ته یې ولاړ وو، تېر شو، او د اورګاډي تمځي ته یې ځان ورساوه.

پر همدې وخت فیصل آباد کې یو کس د اعدام په انتظار و.

یو تورن ډاکټر عثمان نومېده، چې په ۲۰۰۹ کال یې د پوځ پر یوه مرکز د برید مشري کړې وه، چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول. بل ارشاد محمود نومېده، چې په ۲۰۰۳ کال د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د وژلو په دسیې تورن و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شوکت حسین وکیلانو ویل، چې موکل یې د جرم پر وخت ماشوم و، خو چارواکو ترې په زور او وهلو ډبولو د جرم منلو اعتراف اخیستی دی.

پاکستان کې د عدالت په اړه ډېرې اندېښنې شته، همدا تېره سې شنبې، ۲۳ کلن شوکت حسین د یوه ماشوم د تښتونې او قتل په تور اعدام شو.

د شوکت حسین وکیلانو ویل، چې موکل یې د جرم پر وخت ماشوم و، خو چارواکو ترې په زور او وهلو ډبولو د جرم منلو اعتراف اخیستی دی.

صابر مسیح پر دې اند دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې تر دوو سوو ډېر کسان اعدام کړي، خو وايي پر خپل ترسره کړي کار پښېمانه نه دی او نه هم کومه وېره لري؛ شاید لامل یې همدا وي چې پلرونو یې دا کار کړی او ده ته هم په میراث ورپاتې شوی دی.