د یونان مالي مرستو په اړه ' اصولاً ' هوکړه شوې

Image caption دې سره هیله مندي ډېره شوی، چې یونان به له یورو زونه نه بهر کېږي

اروپايي کمېسیون وايي، یونان اصولاً د پورونو موضوع پر سر له پور ورکونکو سره هوکړې ته رسېدلی دی. د کمېسیون چارواکي وايي له تخنیکي پلوه له یونان سره هوکړه شوې، چې وايي اوس دغه هوکړه سیاسي تایید ته اړتیا لري.

له دې مخکې د یونان اقتصاد وزیر یوکلید تساکالو توس، ویلي و، هېواد یې د څو میلیاردو یورو پورونو پر سر له نړیوالو پور ورکونکو سره یوې هوکړې ته نژدې شوی دی.

نوموړي وايی اوس یو څو کوچني مسایل پاتې دي، چې باید حل شي. دې سره هیله مندي ډېره شوی، چې یونان به له یورو زونه نه بهر کېږي او دغه راز به له ډیوالي کېدو هم وژغورل شي.

د رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې د پورونو موضوع لړ کې دوه یا درې کوچني موضوعات پاتې دي، چې پر تفصیل یې باید خبرې وشي.

له دې مخکې رویټرز د یوه یوناني چارواکي له قوله ویلي و، چې اتنز کې د یونان او دغه هېواد ته د پور ورکونکو تر منځ د پورونو موضوع پر سر هوکړه شوې.

د یادونې ده، چې د یوناني چارواکو او دغه هېواد ته د پور ورکونکو نړیوالو مالي ادارو تر منځ له کرۍ شپه خبرو وروسته دواړه لوري هوکړې ته نژدې شوي دي.

چارواکي وايي دا چې بانکي پورونو ته چې د اجرا وړ نه دي په څه نظر کتل کېږي او دغه راز د عامه ملکیت لپاره د یوه خپلواک صندوق جوړول هغه څه دي، چې هوکړه پرې شوې ده.

دغه دواړه موضوعاتو ته د هوکړې لړ کې ډېر اهمیت ورکول کېده. دې لړ کې د چارواکي هغه خبره نقل شوي چې وايي، بالاخره موږ وتوانیدو سپین لوګی ووینو، د یادونې ده، چې سپین لوګی د پرېکړې کېدو په معانا بلل کېږي.

له دې مخکې د یونان پارلمان په داسې حال کې چې د ودانۍ مخې ته یې احتجاجونه روان وو د پور ورکونکو له لوري ورکړل شوي شرطونه منلي وو. هغه شرطونه چې یوناني پارلمان منلي د ټیکسونو او د تقاعد عمر زیاتول وو.