له توپانه وروسته د پوستې صندوقونو ته پام اوښتی

د انځور حقوق EPA
Image caption د تایوان پوستې چارواکو ویلي دوی به د توپان یادګار په توګه دواړه صندوقونه په اوسني حالت کې وساتي

تایوان کې د پوستې دوه صندوقونو ته د ځايي اوسېدونکو پام اوښتی. دغه پوستي صندوقونه دوشنبې په ورځ د سوډلر نومي توپان پر مهال د یوې لوحې غورځیدو له کبله یوه لور ته کاږه شوي.

ځايي اوسيدونکي اوس دغو صندوقونو سره د انځور اخیستو لپاره تر نیم ساعته پورې کتار کې انتظار کوي.

د کتار کنترول لپاره د پوستې دوه کارکونکي هم ګومارل شوي دي.

له دغو کارکونکو نه یوه د تایوان اپل ډیلي نومي ورځپاڼې ته ویلي ' که خلک وغواړي موږ ورسره انځورونو کې راځو.'

خلک خپل انځورونه د فېسبوک په هغه پاڼه کې ټومبي، چې د دغو صندوقونو په نوم جوړه شوې ده.

اوس په چین کې د دغې پاڼې لیدونکو شمېر کچه ډېره لوړه شوې ده.

د ټولیزو رسنیو زرګونه کارکونکي د دغې موضوع په اړه خبرې کوي چې وايي ' دوی ته وګورئ، چې توپان کې یې یو بل ته غیږ ورکړې.'

د سینا ویبو ویبو نومي ویبپاڼې کاروونکې ژاوون باهي کا وايي 'دا ډېره مینه ناک دي.'

خو یو شمېر کسان فکر کوي چې دې سره د توپان له کبله د رامنځته شوي وراني څرګندونه نه کېږي، چې له کبله یې شل کسان ووژل شول او سلګونه نور بې کوره شول.

د تایوان یوې فلمي لوبغاړې نیتالي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي ' که لوحه د پوستې صندوقونو پر ځای پر دوو انسانانو غورځېدلې وای بیا به هم دا خبر همدومره لویه ټوکه وه؟'

د تایوان پوستې چارواکو ویلي دوی به د توپان یادګار په توګه دواړه صندوقونه په اوسني حالت کې وساتي.

دوی وايي هغه مینه وال چې فکر کوي یوازې یو انځور بسنه نه کوي، د هغوی لپاره د ډالیو چمتو کولو په باب هم غور کېږي.