"بوکو حرام نوی مشر لري"

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېر مارچ مياشت کې شيکاو يوه غږيزه وينا خپره کړې وه چې په کې يې له اسلامي دولت ډلې سره بيعت اعلان کړی و

د چاد ولسمشر ادريس ديبي وايي د نايجريا بوکو حرام ډله نوی مشر لري. ده د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکر شيکاو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي نوی ځای ناستی يې محمد داود دی.

د ده په اړه تراوسه نور څه نه دي ويل شوي.

د بوکو حرام له خوا نويو خپرو شويو ويډيوګانو کې د دې ډلې پخوانی مشر نه دی ښودل شوی او داسې اوازې هم دي چې کېدای شي وژل شوی وي.

ولسمشر ديبي چې ځواکونه له څه مودې راهيسې له بوکو حرام سره په جګړه بوخت دي وايي شيکاو غوښتل د سولې خبرې وکړي.

د نايجريا لپاره د بي بي سي خبريال وېل روز وايي تېر کال د چاد ولسمشر غوښتل له بوکو حرام ډلې سره د سولې خبرې پيل کړي.

ابوبکر شيکاو په ۲۰۰۹ کال کې د دې ډلې د پخواني مشر محمد يوسف له مرګ وروسته د مشر په توګه وټاکل شو.

د ده تر مشرۍ لاندې دغه ډله نوره هم سخت دريځه شوه او زياتې وژنې يې وکړې.

وړاندې هم داسې خبرونه و چې شيکاو وژل شوی خو هغه خبرونه رښتيني نه وو.

د بوکو حرام وروستۍ ويډيو د روانې مياشتې په پيل کې خپره شوې وه، چې يوه نوی ځوان په کې د اسلامي دولت ډلې له اړخه خلکو ته وايي، حوصله وکړي "موږ تراوسه هر چېرته شته يوو، او پخوا هم وو".

ده په سيمه ييزه ژبه هوسا خبرې کولې.

په تېر مارچ مياشت کې شيکاو يوه غږيزه وينا خپره کړې وه چې په کې يې له اسلامي دولت ډلې سره بيعت اعلان کړی و.

د نايجريا نوي ولسمشر محمد بوهاري ويلي و، غواړي د بوکو حرام ډلې له مشرانو سره د تښتول شويو نجونو په اړه خبرې وکړي.

روان کال د چاد پوځ د بوکو حرام له خوا نيول شويو سيمو بېرته ازادولو لپاره کاميابې هلې ځلې کړې وې.

بوکو حرام ډله په ۲۰۰۲ کال کې د لويديځې طريقي زده کړې پر خلاف جوړه شوې چې په ۲۰۰۹ کال کې يې پوځي عمليات پيل کړل.

ويل کېږي دغې ډلې په زرګونو کسان وژلي او تښتولي دي.