بغداد کې موټر بم بريد څه دپاسه ۵۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption صدر سيمه کې تر ډېره شيعه وګړي مېشت دي او په وروستيو کلونو کې څو ځله د اسلامي دولت ډلې له لوري په نښه شوې ده

چارواکي وايي د عراق پلازمېنې بغداد کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې موټر بم بريد لږترلږه ۵۰ کسان وژلي دي.

دغه بمي بريد د پلازمېنې په شمال ختيځ کې د صدر بازار په جميله مارکېټ کې شوی دی.

پوليسو او د روغتون چارواکو اسوشييټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي په بريد کې ۵۴ کسان وژل شوي او څه د پاسه ۸۰ نور ټپيان دي.

د روغتون چارواکي وايي د ځينو ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

صدر سيمه کې تر ډېره شيعه وګړي مېشت دي او په وروستيو کلونو کې څو ځله د اسلامي دولت ډلې له لوري په نښه شوې ده.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

يوه عيني شاهد د رويترز خبري اژانس ته ويلي چاودېدونکي توکي په يوه يخچال لرونکې لارۍ کې ځای پر ځای شوي و.

رويترز وايي دا د ۲۰۱۴ کال اګست مياشتې راهيسې چې لومړی وزير حيدر العبادي واک ته ورسېد تر ټولو لوی بريد دی.

ورته مطالب