د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر په سرطان اخته دی

د انځور حقوق AP
Image caption د کارتر کورنۍ کې له ډېر پخوا د بنکریاس سرطان و، مور او پلار، دوې خویندې او کوچنی ورور یې معدې د سرطانه کبله مړه شوي دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارتر د ځیګر جراحي عملیاتو په لړ کې په ډاګه شوه، چې نوموړي سرطان د هغه د بدن نورو برخو ته هم غځېدلی دی.

د کارتر له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، نوموړی د ایموري روغتون د ډاکټرانو تر څارنې او درملنې لاندې هرڅه مخته وړي.

جیمي کارتر اوس ۹۰ کلن دی، چې په ۱۹۷۷ کال د امریکا د دیموکرات ګوند له لوري ټاکنو ته ودرېد او ولسمشرۍ ته ورسېد. نوموړي تر ۱۹۸۱ کال پورې ولسمشرۍ وکړه.

کارتر د امریکا په تاریخ کې پرله پسې ۳۹ ولسمشر و، خو په ۱۹۸۰ کال د جمهوریت غوښتونکو د رونالډ ریګن پروړندې یې ماتې وخوړه.

کارتر ته د ۲۰۰۲ کال د نوبل د سولې جایزه هم ورکړل شوې ده.

د کارتر کورنۍ کې له ډېر پخوا د بنکریاس سرطان و، مور او پلار، دوې خویندې او کوچنی ورور یې معدې د سرطانه کبله مړه شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption جیمي کارتر د اسرائیلو او مصر ترمنځ د سولې د طرحې د بنسټګر په توګه یادېږي
د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی کارتر په ۱۹۴۴ کال پناما کې د ټاکنو د څارنې پرمهال