کانګو کې شري ۳۱۵ کسان وژلي

د انځور حقوق
Image caption د 'بي اېم سي اېنفېکټس ډیزیزېز' مجلې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په دغه ولایت کې د یوې وبا، چې شری یې یوه برخه وه، نژدط ۱۰۸۵ کسان ووژل او په وبا نژدې ۷۷ زره کسان اخته شول.

ملګرو ملتونو ویليو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په مسو بډایه کاتانجا ولایت کې خونړي شري ناروغۍ لږترلږه ۳۱۵ کسان وژلي او نژدې شل زره نور له خطر سره مخامخ دي.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې ګڼ مړه شوي کسان نه دي ثبت شوي، ځکه چې لیرو سیمو ته لاسرسی ناممکن دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پخپل راپور کې ویلي، دا په یاد ولایت کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د مودې په پرتله تر ټولو خونړی شری و.

راپور کاږي، د هېواد په دغه سوېل ختیځ ولایت کې په شري د اخته کسانو د درملنې لپاره څه باندې ۲،۴ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا ده.

د 'بي اېم سي اېنفېکټس ډیزیزېز' مجلې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په دغه ولایت کې د یوې وبا، چې شری یې یوه برخه وه، نژدط ۱۰۸۵ کسان ووژل او په وبا نژدې ۷۷ زره کسان اخته شول.

خو ویل کېږي په اوسني شري هغه صنعتي سیمې خوندي دي، چې تر ډېره پکې د مسو کانونه دي، ځکه چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګرده افریقا کې د مسو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی.

دغه سیمه له شري ځپلې سیمې نه جنوب لور ته سلګونه کیلومتره لیرې پرته ده.

د شري ویروس ژر خپرېږي، چې خطرناک نس ناستی، د بدن وچوالی، د ساه لنډۍ ستونزې او دماغي التهاب ورسره ملګري وي.

شری مخ پر وده هېوادونو کې ډېر کسان وژني، خو د بې پولې ډاکټرانو د یوه راپور په وینا، په ډېرو بې وزله هېوادونو کې یې کچه ۲۰ سلنه ډېره ده.

په مخ پر ودې هېوادونو کې هر ماشوم ته د یو ډالر په ارزښت د شري واکسین ورکول کېږي. په تېر نومبر کې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه وښوده، چې په ګرده نړۍ کې د واکسین د پڅ بهیر له کبله د شري هڅې په څپ څپانده حالت کې دي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې ۱۸۶ هغه هېواد دی، چې د شری پکې ډېر لیدل کېږي.