د شمالي کوریا مرستیال لومړی وزیر ''اعدام '' شوی

چو د انځور حقوق Getty
Image caption چو له جنوبي کوریا سره په خبرو کې د خپل هېواد استازیتوب هم کړی

سوېلي کوریا ویلي، داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې د کیم جونګ اون په امر د شمالي کوریا مرستیال لومړی وزیر چو یونګ ګون اعدام شوی دی.

د 'یونهاپ' په نوم رسنۍ ویلي، ښاغلی چون له دې کبله اعدام شوی، چې ځنګلونو په اړه د کیم جونګ اون له تګلارې خوښ نه و.

سرچینه وايي، د کیم جونګ اون په مشرۍ کې نژدې ۷۰ چارواکي اعدام شوي دي.

تر اوسه دغه خبر بي بي سي ته کومې رسمي سرچینې نه دی تایید کړی، خو شمالي کوریا ډېر کم د سوېلي کوریا له لوري د اعدامونو خپاره شوي رپوټونه تاییدوي.

د جنوبي کوریا یوې سرچینې ویلي، له تېرې دسمبر میاشتې راهیسې ښاغلی چو چا نه دی لیدلی.

یونهاپ ددغه اعدام په اړه ډېر کم معلومات خپاره کړي. دغه رسنۍ د شمالي کوریا په اړه ډېر معلومات خپروي.

چو یونګ ګون مرستیال لومړی وزیر او د ودانیزو توکو د صنعت برخې مشر و.

نوموړی د تېر کال په جولای کې د لومړي وزیر د اوو مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

په تېر اپریل کې د شمالي کوریا استخباراتو ویلي وو، کیم جونګ اون د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۵ چارواکو د اعدام امر کړی.

په دغو کسانو کې یو هم د ځنګلو د چارو اړوند یو چارواکی و، چې د مشر پر پلان یې نیوکه کړې وه.

د انځور حقوق Reuters

په تېره مې میاشت کې هم د دفاع وزیر هیون یونګ چاول د اعدامخبر خپور شو، ځکه چې د مشر درناوی یې نه و کړی.

شمالي کوریا وايي، له تېرې یوې پېړۍ راهیسې له وچکالۍسره مخامخ ده، چې له کبله د وریجو درېیمه برخه کروندوې وچې شوې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی هیون په ۲۰۱۲ کال دفاع وزیر شو.

ورته مطالب