اوس نړۍ کې یوازې افغان او پاکستاني ماشومان ګوزڼ لري

د انځور حقوق AFP

د افریقا وچې په تېر یوه کال کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پېښې نه درلودې، خو د آسیا په وچه کې لا هم ګوزڼ شته او په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې اووه پېښې ثبت شوي دي. سږ کال تر هر بل وخت افریقا د ګوزڼ یا د ماشومانو د فلج د ناروغۍ په مخنیوي کې بریالۍ وه.

تېر کال نایجیریا، پاکستان او افغانستان یوازیني درې هېوادونه ول چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې وه، خو اوس چې دغه ناروغي له نایجیریا څخه په بشپړه توګه له مینځه تللې، نایجیریا له دغه نوملړه ووته او افغانستان او پاکستان یوازیني پاتې شوي هېوادونه دي.

د انځور حقوق bbc

د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې د ماشومانو له ګوزڼ سره د مبارزي مشر ډاکټر حمید جعفري دا یو رښتینی پرمختګ بولي خو بیا هم خبرداری ورکوي چې د افریقا او د نایجیریا ځینې سیمې په خطر کې دي، ځکه چې هلته تر اوسه واکسین په بشپړ ډول نه دی ترسره شوی.

ډاکټر جعفري وایي اوس پاکستان لومړنی هېواد دی چې پکې د ګوزڼ ډېرې پېښې ثبت شوي. شمېرې ښيي چې د سږکال له پیل څخه تر اوسه په دغه هېواد کې د ماشومانو د فلج ۲۹ پېښې ثبت شوي.

خو بله خوا د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویندوی وحیدالله مایار بي بي سي ته وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې هم د ماشومانو د فلج د نوو پېښو رپوټ دوی ته ورکړل شوی دی.

د ښاغلي مایار په وینا اووه نوې پېښې ثبت شوي چې څلور یې په فراه ولایت کې، یوه یې په هلمند، بله په ننګرهار او یوه پېښه هم د هرات به شینډنډ ولسوالۍ کې ثبت شوې.

د امنیت نشتوالی، د واکسیناسیو له ډلو سره د میندو او پلرونو نه همکاري او له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل په ګوزڼ د افغان ماشومانو د اخته کېدو لاملونه ښودل شوي دي.

سره له دې ټولو د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي دې ته هوډمن ښکاري چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي بیخي له مینځه یوسي. د دغه وزارت ویندوی وايي په پام کې ده چې تر ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له افغانستانه ورکه کړي.

ورته مطالب