د چین چاودنو زور د زلزلې برابر بلل شوی دی

د انځور حقوق
Image caption د چین زلزلې معلوماتو شبکې د لومړۍ چاودنې زور دوه اعشاریه درې او د دویمې چاودنې زور ۲ اعشاریه نهه بللی

د چین شمالي تیانجین ښار کې د چارشنبې ورځې چاودنو زور د زلزلې برابر بلل کېږي. چین کې د زلزلو اړوند معلوماتو ټولونکې ملي شبکې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې ساینسپوهانو له مخکې د دغه ډول چاودنو خطر په اړه خبرداری ورکړی و.

د نوموړي چارواکي په خبره د لومړنۍ چاودنې زور د درې ټنه چاودیدونکو توکو ټرای نایټرو ټولیون ( ټي این ټي ) چاودیدو برابر و.

د هغه په خبره د دویمې چاودنې زور د لومړنۍ هغې پرتله اووه برابره ډېر و. د چاودنې غږ له هغه ګودامه چې چاودنه پکې وشوه، څو کیلومتره لرې اورېدل شوی دی. د چین پر ټولیزه پاڼه ویبو یوه کاروونکي لیکلي:

'زه او خور مې د تېرې شپې چاودنې له کبله سخت ډار شوي یو. موږ ویده وو، چې چاودنه وشوه، بړستن کې مو ځانونه ونغښتل، فکر مو کاوه زلزله وشوه او یا هم اتومي بم وچاودید. زه هغو ته دعا کوم، چې دغو چاودنو کې وژل شوي دي.'

رویټرز خبري اژانس د یوه سړي ګوان ژیانګ له خولې، چې د چاودنو له ځایه څلور کیلومتره لرې اوسي لیکلي چې وايي 'ویده وم، چې چاودنه وشوه، ناڅاپه مو ورونه او کړکۍ ولړزیدل، لومړی مو فکر کاوه، چې زلزله وشوه.'

پر ویبو ویبپاڼې د چین زلزلې معلوماتو شبکې اکاونټ کې د لومړۍ چاودنې زور دوه اعشاریه درې او د دویمې چاودنې زور ۲ اعشاریه نهه لیکلی دی.

د امریکا جیولوژیکل سروې هم د دغو چاودنو زور د زلزلې برابر بللی دی.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د امریکا جیولوژیکل سروې ماهر جان بیلیني له قوله لیکلي چې له تیانجین چاودنو مخکې داسې ډېرې لږ چاودنې شوې، چې له کبله یې د زلزلو په څېر حالت رامنځته شوی وي.