د سوریې درعا کې افغان جنګیالی نیول شوی

د انځور حقوق
Image caption په وېډیو کې له درو واړو پوښتنه کېږي، چې د کوم ځای دي، یو یې وايي، د حلب دی، بل وايي له ایران نه ورغلی، او درېیم بیا وايي افغان دی.

د سوریې فعالانو پر یوټیوب یوه وېډیو خپره کړې ده، چې د بشار الاسد له ځواکونو سره یوځای اوږه په اوږه جنګېدلي درې جنګېدلي جنګیالي په درعا کې د مخالفو وسله والو لاسونو ته لوېدلي، چې ویل کېږي افغانان او ایرانیان دي.

په وېډیو کې له درو واړو پوښتنه کېږي، چې د کوم ځای دي، یو یې وايي، د حلب دی، بل وايي له ایران نه ورغلی، او درېیم بیا وايي افغان دی.

په تېر جون میاشت کې بي بي سي ځینې معلومات ترلاسه کړل، چې ښيي، د سوریې د جګړې په اړه په ترلاسه شویو انځورونو او وېډیوګانو کې ښودل کېږي، چې په ظاهره ټپي او په وینو لړلي ځوان افغانان ښيي چې د حکومت ضد یاغیانو له خوا نیول شوي دي.

جنګیالي وايي دوی ته ایران پیسې ورکولې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ وجنګېږي او د ژوندي پاتې کېدو په صورت کې ورسره د پاسپورټونو او دندو ژمنه شوې وه.

بي بي سي د دغو ویډیوګانو حقیقت نه شي تاییدولی، خو داسې شواهد شته چې ځوان او بې روزګاره افغانان چې اکثره یې هزاره توکمي دي، د غوره ژوند لپاره له هېواده تښتي خو پای کې لکه د شطرنج ګوټکونه د سوریې په خونړۍ کورنۍ جګړه کې کارول کېږي.

د تېر اپرېل پر ۲۴مه، د سوري حکومت وسله والو مخالفانو یوه وېډیو خپره کړه، چې وايي د ایران او افغانستان نژدې ۲۵۰ جنګیالي، چې د سوري پوځ په ملاتړ جنګېدل وژل شوي.

په وېډیو کې یو نیول شوی افغان جنګیالی وايي، چې له ایران او افغانستان نه سوریې ته شاوخوا شپږ سوه جنګیالي استول شوي، چې د سوري پوځ په ملاتړ وجنګېږي.

خو وړاندې بشار الاسد له یوه بهرني تلوېزیون سره رد کړې وه، چې ګني د دوی په لیکو کې دې ایراني جنګیالي هم وي.

په درعا کې د وروستۍ جګړې پرمهال د سوریې د نظام مخالف وسله وال د ځینو مهمو سیمو په نیولو توانېدلي دي.

بل خوا، مخالفو وسله والو د تل زعتر او ځینو نورو هغو سیمو د نیولو خبر ورکړی، چې درعا ښار ته د ننوتلو اصلي دروازه ګڼل کېږي.

په وروستیو کې د سوري نظام او مخالفو وسله والو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې لسګونه حکومتي ځواکونه ووژل شول او د هغوی ګڼ پوځي وسایل ویجاړ شول.

ورته مطالب