کویت وايي له حزب الله سره تړلې ''ترهګره'' ډله یې نیولې

د انځور حقوق AFP
Image caption ه تېر جولای میاشت کې د سعودي عربستان یوه ''ځانمرګي'' برید کوونکي د کویت ښار د شیعه ګانو په یوه جومات کې ځان والوځاوه، چې لږترلږه ۲۶ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ومنله.

د کویت رسمي امنیتي سرچینو ویلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د لبنان له حزب الله ډلې سره تړلې یوه 'ترهګره' ډله نیولې ده.

سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دغه کسان تعقیبول، چې بالاخره یې ددغې ډلې درې غړي او له هغوی سره یې وسلې هم ونیولې.

د کویت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له نیول شویو کسانو سره پر وسلو سربېره، چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.

دغه کسان له عراق سره پر پوله په 'العبدلي' سیمه کې نیول شوي، خو وايي چې وسلې یې په دوو نورو کورونو کې نیول شوې، چې تر اوسه یې دقیق ځای نه دی اعلان شوی.

وزارت وايي، په نیول شویو کې درې د کویت وګړي دي، خو هڅه دا ده چې د دوی نور شریکان او ملګري هم ونیول شي.

کویت وايي، امنیتي ځواکونو ''۱۹ ټنه وسلې، ۱۴۴ کیلوګرامه ټي اېن ټي مواد، توغندي او لاسي بمونه او نورې وسلې له دغو کسانو سره نیول شوې دي.''

د کویت د کورنیو چارو وزیر محمد خالد الصباح ویلي، هېواد یې د ''جګړې'' په حالت کې دی، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو تر خپله وسه د امنیت ټینګولو ته اوږه ورکړې ده.

د تېرې میاشتې وروستیو کې کویت له ''اسلامي دولت'' ډلې سره د تړاو په تور له پنځو کسانو د یوې جوړې شوې ډلې د تیت پرک کولو خبر هم اعلان کړی و.

د انځور حقوق Kuwait
Image caption کویت وايي، دا په خپل تاریخ کې په دې هېواد کې تر ټولو ډېرې نیول شوې وسلې دي

او په تېر جولای میاشت کې د سعودي عربستان یوه ''ځانمرګي'' برید کوونکي د کویت ښار د شیعه ګانو په یوه جومات کې ځان والوځاوه، چې لږترلږه ۲۶ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ومنله.

ورته مطالب