اوباما رخصتۍ کې کوم کتابونه لولي؟

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما له ګولف لوبې سره مینه لري

سپینې ماڼۍ د هغو کتابونو نوملړ خپور کړی، چې اټکل دی، ولسمشر بارک اوباما یې د ماساچوتس ایالت په مارتاز واینیارډ تفریحځي کې ولولي.

په دغو کتابونو کې ناولونه او د هوا د بدلون او په امریکا کې د توکمیزو اړیکو په اړه کتابونه هم دي.

په دې نوملړ کې یو کتاب د د پولیتزر د جایزې ګټونکې لیکوالې الیزابیت کولبرټ ''شپږم له منځه تلونکی'' کتاب دی، چې د انسانانو د فعالیتونو له کبله یې د اقلیم د بدولون په اړه لیکلی.

یو بل کتاب د ''نړۍ او زما ترمنځ'' دی، چې لیکوال تا نیهیسي کوټز د تورپوستو امریکایانو د ژوند په اړه لیکلی.

اوباما وايي، په دواړو کتابونو کې دده د واکمنۍ د لومړیو کلونو لومړیتوبونه راخیستل شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption سپینه ماڼۍ وايي، اوباما به د جیمس سالټر ''هرڅه''، او د انتوني دور ''هره رڼا نه شي لیدل کېدای'' او د جومبا لاهیري ''ټیټې ځمکې'' په نومونو ناولونه هم ولولي.

سپینه ماڼۍ وايي، اوباما به د جیمس سالټر ''هرڅه''، او د انتوني دور ''هره رڼا نه شي لیدل کېدای'' او د جومبا لاهیري ''ټیټې ځمکې'' په نومونو ناولونه هم ولولي.

خو وايي اوباما د ''واشنګټن.. ژوند'' په نامه کتاب لوستلو ته هم ملا تړلې ده، چې ران شیرنو د امریکا د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن پر ژوندلیک لیکلی دی.

اوباما ماشومانو ته کتاب لیکلی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۰ کال کې د ماشومانو لپاره د "OF THEE I SING" په نامه کتاب چاپ کړی و.

بارک اوباما مخکې له دې چې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر شي، دا کتاب لیکلی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې ۴۰ پاڼې کتاب کې د امریکا ولسمشر جورج واشنګټن نه نیولې د بېسبال تر مشهور لوبغاړي جاکي روبینسن پورې ۱۳ امریکايي شخصیتونه انځور شوي دي.

په دې ۴۰ پاڼې کتاب کې د امریکا ولسمشر جورج واشنګټن نه نیولې د بېسبال تر مشهور لوبغاړي جاکي روبینسن پورې ۱۳ امریکايي شخصیتونه انځور شوي دي.

د ویلو ده چې اوباما تر دې مخکې هم دوه کتابونه چاپ کړي، چې په بازار کې د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې راغلي.

د اوباما د دغه نوي کتاب پر پوښتۍ د هغه د دوه لوڼو سارا او مالیا عکسونه کښل شوي، چې د خپل سپي "بو" تر شا منډې وهي.

ټاکل شوې چې د دغه کتاب له لارې ترلاسه کېدونکې پيسې به د هغو امریکايي پوځيانو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي، چې په جګړو کې وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

دا کتاب د "رانډم هاوس" کتاب خپروندویې ټولنې لخوا چاپ شوی، چې لا له وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې اوباما د درو نورو کتابونو چاپ تړون ورسره لاسلیک کړی و.

په رانډم هاوس کې د ماشومانو د برخې د کتابونو د چاپ مسؤول شيب جیبسن وايي "په دې کتاب کې هغه شخصیتونه راخیستل شوي، چې ټول امریکایان پرې راټولېدای شي."