برازیل د نامعلومو کسانو ډزو پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق ap
Image caption د ساوپاولو امنیت سکرتر الګزاندر دي موراس وايي پېښه خورا درنه ده او په اړه یې باید ځانګړې څېړنې وشي

د برازیل ساوپالو ښار کې نامعلومو وسله والو د شپې مهال ډزو کې ۱۸ کسان وژلي دي. عیني شاهدان وايي وسله والو بریدګرو مخونه پټ کړي وو.

رپوټونو کې ویل شوي ، چې له وژل شویو کسانو نه لومړی د هغوی د نومونو په اړه وپوښتل شول او دا چې کوم جرم کې خو یې لاس نه درلود.

ساوپالو پولیس د پېښې په اړه د هدفي وژنو په توګه څېړنې کوي. د بي بي سي خبریال په وینا پېښه په بشپړه توګه د غچ اخیستنې یو ډول معلومیږي، چې وايي ښايي له دندې ستنېدونکو پولیسو یا ساتونکو د نشه يي توکو سوداګرو او یا مشهورو مجرمانو خلاف تر سره کړې وي.

ساوپالو کې تېره اونۍ دوه پولیسان وژل شوي وو.

د پولیسو په وینا پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر مخکې په ورته پېښو کې د وژل شویو کسانو پرتله ډېر دی.

د یوه شنونکي ځايي ورځپاڼې فولها ته ویلي، چې یوې شپې کې یې په دومره ډېر شمېر د خلکو وژنې نه دي لیدلې.

پېښې د ساوپالو ښار په اوساسکو او باروري سیمو کې شوې او د رپوټونو له مخې پکې شپږ کسان ټپیان شوي هم دي.

په ویډیويي انځورونو کې لیدل کېږي، چې له یوه ګاډي یو شمېر کسان کوزیږي او په اوساکو سیمه کې پر وژل شویو کسانو ډزې کوي. دغه ځای کې لس کسان ووژل شول.

د ساوپاولو امنیت سکرتر الګزاندر دي موراس وايي پېښه خورا درنه ده او په اړه یې باید ځانګړې څېړنې وشي.

چارواکو د پېښې په اړه د معلوماتو ټولولو لپاره ۵۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.