'د ای اس ای پخواني مشر ظهیر الاسلام پر واک ولکه غوښته'

د انځور حقوق AFP
Image caption پروسږ کال په دغه هېواد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو د احتجاجونو پر مهال د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای د هاغه مهال مشر جنرال ظهیر الاسلام عباسي د واک تر لاسه کولو پلان درلود مشاهدالله خان

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د کابینې یوه مهم غړي سناتور مشاهدالله خان ویلي، چې پروسږ کال په دغه هېواد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو د احتجاجونو پر مهال د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای د هاغه مهال مشر جنرال ظهیر الاسلام عباسي یو داسې پلان درلود، چې له مخې یې غوښتل د پوځ مشر او لومړی وزیر ګوښه کړي او د واک واګې په لاس کې واخلي.

د مشاهدالله خان په خبره دغه پلان هاغه مهال رسوا شو چې د استخباراتو ملکي ادارې ( اینټلجنس بیورو ) د نوموړي ټیلیفوني خبرې ثبت کړې.

هغه وايي په هغو ټیلیفوني خبرو کې جنرال عباسي یو شمېر کسانو ته لارښوونه کوله، چې څنګه باید د لاریونونو پر مهال ګډوډي رامنځته کړي او د لومړي وزیر پر دفتر کنترول تر لاسه کړي.

بل لور ته د پاکستاني پوځ د رسنیزې برخې مشر عاصم باجوه پر ټویټر یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، هغه تثبتي غږیز پیغام چې رسنیو کې یې په اړه خبرې کېږي بې بنسټه او رښتیا نه دي.

د پاکستان له یوه شخصي تلویزیون سره خبرو کې د پاکستان اطلاعاتو فدرالي وزیر پرویز رشید هم د سناتور مشاهدالله دغه څرګندونې ناسمې بللې او وايي رسنۍ باید دغه ډول څرګندونې خپرې نه کړي.

د انځور حقوق
Image caption جنرال ظهیر الاسلام عباسي د واک واګې تر لاسه کولو پلان درلود مشاهدالله خان

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د لومړي وزیر دفتر کې هم د سناتور مشاهدالله د دغې خبرې په اړه غور کېږي.

سناتور مشاهدالله د هغو لاریونونو کلیزې په مناسبت بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، چې له لومړي وزیر نوازشریف سره لیدنه کې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم دغه ثبت شوې څرګندونې اورېدلې دي.

د فدرالي وزیر په وینا جنرال راحیل شریف د ثبت شویو خبرو له اورېدو وروسته حیران شو، هغه وخت یې سملاسي جنرال عباسي د لومړي وزیر دفتر کې روانې غونډې ته وغوښت، ثبت شوی غږ یې بیا د هغه مخکې واورید او له هغه یې وپوښتل، چې رښتیا دا د هغه غږ دی.

وايي کله چې جنرال عباسي ومنله، غږ یې خپل دی، وايي جنرال راحیل شریف ورته امر وکړ، چې له غونډې ووځي. د مشاهدالله خان په وینا له دغه ثبت شوي غږ سره داسې نور اطلاعات هم حکومت ته رسیدلي و، چې وايي ډارونکي وو او وايي د یادې دسیسې پایله کې به خورا دروند زیان اوښتی و.

ادعا شوي پلان کې د لاس درلودو له کبله د جنرال ظهیر الاسلام خلاف د پوښتنو ګرویږنو اړوند پوښتنې ته ځواب کې مشاهدالله خان وايي، چې پاکستان کې ولسواکي لا دومره زوروره نه ده، چې دغه ډول کړنې وکولای شي. ' زموږ حکومت که څه هم د جنرال مشرف خلاف دعوی وکړه، خو هغسې چې باید شوي وای ونه توانیدو. د لومړي وزیر ټول پام د هېواد ثبات او پرمختګ ته دی، داسې مهال نوموړی نه غواړي د دغه ډول څېړنو کولو پرېکړه وکړي.'