"د سوريې پر مارکېټ هوايي بريد کې ۸۰ کسان وژل شوي"

Image caption له دې بريد وروسته يوه ويډيو خپره شوې چې يو بازار په کې ښکاري چې ټول ويجاړ شوی دی

راپورونه وايي د سوريې دمشق ښار ته څېرمه دوما کي د امنيتي ځواکونو هوايي بريدونو کې"۸۰" کسان وژل شوي دي.

په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو ډله وايي له ۲۰۰ زيات کسان چې ډېری يې ولسي وګړي دي هم ټپيان شوي دي.

د سوريې دولتي ځواکونو له تېرو څو مياشتو د ياغیانو تر ولکې لاندې دوما ښار هوايي بريدونه کوي.

ويل کېږي په دغو بريدونو کې په سلګونو ولسي وګړي او مخالف وسله والو وژل شوي دي.

له دې بريد وروسته يوه ويډيو خپره شوې چې يو بازار په کې ښکاري چې ټول ويجاړ شوی دی.

په دغو تصويرونو کې ويجاړې شوې ودانۍ او موټر ښکاري چې اور يې اخیستی دی.

په دوما ښار کې يوه فعال اسوشيټېډ پريس ته ويلي دغه يوه "غميزه" وه، دی وايي د زياتو ټپيانو له کبله په روغتونونو کې ځای نه و، او ځينې ټپيان په شخصي موټرو کې نورو روغتيايي مرکزونو ته لېږدول کېدل.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په سوريه کې د روانو شخړو له کبله له ۲۲۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي او له نهه ميليون زيات بېځايه شوي دي.