د ورکې شوې اندونيزيايۍ الوتکې سپرلۍ پيدا شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ويل کېږي په الوتکه کې ۴۴ لويان، پنځه مشومان او ۵ د الوتکې کارکوونکي سپاره وو

چارواکي وايي د ورکې شوې اندونيزيایۍ الوتکې سپرلۍ موندل شوې خو تر اوسه معلومه نه ده چې څوک په کې ژوندي پاتې که نه.

دغه سپرلۍ ځاي اوسېدونکو موندلې او بيا يې چارواکو ته خبر ورکړی دی.

د اندونيزيايي چارواکو په وينا، د ټرايګانا شرکت دغه الوتکه د سېنټاني هوايي اډې څخه له پرواز وروسته په ځايي وخت ۱۵:۰۰ بجو ورسره اړيکه پرې شوې وه.

اندونيزيايي چارواکي وايي دغه الوتکه چې ۵۴ کسان په کې سپاره وو له جېپورا څخه اوکسيبيل ته روانه وه.

ويل کېږي په الوتکه کې ۴۴ لويان، پنځه مشومان او ۵ د الوتکې کارکوونکي سپاره وو.

د فرانسې خبرې اژانس سره په خبرو کې د اندونيزيا د ترانسپورت وزير وياند جوليس برټا دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل "موږ تر اوسه نه پوهېږو چې څه شوي او ولې دغه الوتکه لا درکه شوې".

د ده په وينا دغه پېښه په لرې پرته غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوي چې خرابې هوا او وريځو د پلټنې عمليات له خنډونو سره مخامخ کړي دي.

خبريالان وايي په اندونيزيا کې دې ورته پېښې ترسترګو کېږي، تېر کال هم په دې هېواد کې دوې الوتکې راپرېوتلې وې.

تېره ډسمبر مياشت د اېير اېشيا يوه اندونيزيايۍ الوتکه چې سنګاپور ته روانه وه په جاوا سمندر کې راپرېوته، چې ټول ۱۹۲ سپاره کسان په کې ووژل شول.

جولای مياشت کې يوه بله پوځي بار وړونکي الوتکه راپرېوتلې وه چې له ۱۴۰ زيات کسان په کې وژل شوي وو.

د ورکې شوې اندونيزيايۍ الوتکې سپرلۍ پيدا شوې