بنکاک کې د چاودنې قربانیان ۲۱ کسانو ته ورسېدل

د انځور حقوق REUTERS

ځايي پوليس وايي د تايلنډ پلازمېنه بنکاک کې، یوه زيارت ته نژدې درنه چاودنه شوې ده.

دوی وايي په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپيان دي. دغه چاودنه د بنکاک په چېډلوم سيمه کې له اېروان زيارت سره نژدې شوې ده.

د بي بي سي خبريال جانتن وايي د پېښې په ځای کې په لويه کچه ويجاړي رامنځ ته شوې.

دغه بريد ځايي وخت د مازديګر پر اوو بجو شوی او تراوسه هېڅ کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

ځينې راپورونه ښيي وژل شويو کسانو کې بهرني سيلانيان هم ګډون لري.

پوليس وايي يو بل بم يې د رټچربرسونګ سيمه کې شنډ ګړی دی.

د بي بي سي خبريال وايي د بنکاک په زړه کې له يوه هوټل سره نژدې دا د هندوانو يو مشهور زيارت و.

د انځور حقوق Other

د پېښې په ځای کې يوه کس السېنډرو يورسېک بي بي سي ته ويلي "کله چې زه د پېښې ځای ته راغلم دوی د وژل شويو کسانو مړي ټول کړي وو، خو دلته اوس هم د وژل شويو کسانو د بدن ټوټې پرتې دي"

دغه د هندوانو مزار و چې هره ورځ په زرګونو بودايان يې هم ليدلو ته ورځي.

د بنکاک د ملي پوليسو وياند د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي "دا يو بمي بريد و او د پېښې په اړه پلټنه روانه ده."

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Other