عراقي پارلمان د موصل د سقوط راپور لوی څارنوال ته راجع کړی

د انځور حقوق AP

د عراق پارلمان د هغو څېړنو وروستی راپور لوی څارنوال ته راجع کړی، چې په کې پخوانی لومړی وزیر نوري المالکي او د دغه هېواد لسګونه نور لوړپوړي چارواکي د موصل ښار په سقوط پړه بلل شوي دي.

موصل د عراق په شمال کې لوی ښار دی، چې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې د لومړیو پرمختګونو په لړ کې د دغه ډلې تر ولکې لاندې راغی.

عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې د بریدونو له امله د دغه هېواد شمال ته په شا شول او په ډیره اندازه خپل تسلیحات او تجهیزات یې په هغو سیمو کې پرې ښودل چې د اسلامي دولت ډلې تر واکمنۍ لاندې را غلې وې.

د عراق د پارلمان غړی محمد کربولي ویلي، دغه څېړنه چې د یوه پارلماني پلاوي له خوا ترسره شوې د پارلمان د استازو په ډیری رایو تایید شوه او لوی څارنوال ته راجع شوه.

نوري المالکي چې کله لومړی وزیر و د یو شمېر انتقاد کوونکو له خوا د قومونو ترمنځ په تفرقه اچوونکو سیاستونو او د بې کفایته مشرانو په ټاکلو تورن شوی و.

ورته مطالب