په ۲۰۱۵ کال کې به جرمني ته نژدې" ۸۰۰۰۰۰" کډوال ورشي

د انځور حقوق AFP
Image caption اروپايي هېوادونو ته ځينې تلونکي کډوال پر لارو هم وژل کېږي

راپورونه ښيي کېدای شي په روان کال کې جرمني ته د تلونکو کډوالو شمېر ۷۵۰۰۰۰ ته ورسېږي.

وړاندې د جرمني دولت له خوا خپرو شويو شمېرو کې راغلي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې کېدای شي ۴۵۰۰۰۰ کډوال دې هېواد ته ور شي.

خو اوس ويل کېږي چې دغه شمېر به۶۵۰۰۰۰ او يا له دې هم لوړ شي. جرمني ته د تلونکو کډوالو لوی شمېر له سوريې او بالکان هېوادونو لکه البانيا او کوسو دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال کمېسيون مشر انټونيو ګيوټرېز وايي "په اروپا کې نورهېوادونه هم بايد د کډوالو دغه بوج سره تقسيم کړي".

انټونيو ګيوټرېز د جرمني يوې ورځپاڼې ته ويلي "دا اوږد مهال نه شي پاېدای، ځکه په اروپا کې يوازې دوه هېوادونه، جرمني او سويډن ډېری کډوال مني".

ويل کېږي شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ کډوال چې ډېری يې د سوريې دي غواړي په جرمني او سويډن کې پناه واخلي.

پر يونان فشار

روان کال له ۲۴۰۰۰۰ ډېر کډوال له مديترانې سمندر د يونان او ايټاليا له لارې نورو هېوادونو ته اوښتي دي او يوازې تېره اوونۍ له ۲۱۰۰۰ زيات کډوال يونان ته رسېدلي دي.

چارواکي وايي تېره مياشت يوازې ۵۷۰۰ کسانو په شمالي ښار هامبورګ کې او ۷۰۶۵ په جنوب لويديځ ښار باډن ورتمبرګ کې د کډوالۍ غوښتلنيکونه ورکړي دي.

دغه شمېرې د ۱۹۹۲ کال کې د بوسينا د شخړو پر مهال چې ۴۳۸۰۰۰ وې ډېرې لوړې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption ويل کېږي شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ کډوال چې ډېری يې د سوريې دي غواړي په جرمني او سويډن کې پناه واخلي

جرمني کې له څو بالکان هېوادونو لکه البانيا او کوسوو راغلو ځينو پناه غوښتونکو ته د اوسېد اجازه ورکړل شوې ده، خو د نورو برخليک لار روښانه، نه دی.

د جرمني دولت غواړي له بالکان هېوادونو څخه د راتلونکو ګډوالو شمېر کې کموالی راولي.

د جرمني ښارونو ډېرو کډوالو ته د اوسېدو ځايونه برابر کړي، خو هلته د پناه غوښتونکو او سيمه ييزو خلکو تر منځ شخړې هم په زياتېدو دي.

ويل کېږي په تېرو څو ورځو کې پر پناه غوښتونکو ګڼ بريدونه شوي چې ډېر خلک په کې ټپيان شوي هم دی.

د پناه غوښتونکو ډېری شمېر په جرمني، سويډن او ايټاليا کې د اوسېدو غوښتنليکونه ورکړي دي.