ناروي شراب څښونکی مرستيال پيلوټ بندي کړی

د انځور حقوق RIA
Image caption د دغه ۳۸ کلن مرستيال پيلوټ د وینې ازموينه کې شراب له قانوني اندازې اووه ځله ډېر ښودل شوي دي

د لټويا يو مرستیال پيلوټ منلې چې د اېير بالټيک الوتکې له پرواز څو ساعته وړاندې يې شراب څښلي وو، چې له کبله يې په شپږو مياشتو بند محکوم شوی دی.

د الوتکې دوو نورو خدمت کوونکو ته هم د ۴۵ او ۶۰ ورځو بند سزا ورکړل شوی ده.

د دغه ۳۸ کلن مرستيال پيلوټ د وینې ازموينه کې شراب له قانوني اندازې اووه ځله ډېر ښودل شوي دي.

د اېير بالټيک الوتکې مرستيال پيلوټ محکمې ته ويلي چې ده او ملګرو يې له بير څښلو وړاندې دوه بوتله وېسکي هم څښلي وو.

ده محکمې ته ويلي چې "موږ خپل کنټرول له لاسه ورکړ".

د پيلوټ او ورسره خلکو د شرابو څښلو په اړه نامعلومو کسانو خبر وکړی و، چې بيا يې له وينې معاينه کېدلو وروسته پرې لګېدلي تورونه ثابت شول.

مرستيال پيلوټ محکمې ته ويلي چې د اګست پر ۷ يې، ۱۵:۰۰ بجې شراب څښل پيل کړي وو او وايي غوښتل يې پر ۲۰:۰۰ بجو يې څښل بند کړي، خو کنټرول يې له لاسه ورکړ. دی وايي ځکه دری سر پر سر پروازونه يې لرل او ستړي وو.

ده بله ورځ هم له الوتنې وړاندې چې ۱۰۰ کسان يې لېږدول شراب څښلي وو.

محکمې دغه پيلوټ لومړی په اتو مياشتو بند محکوم کړی و چې د پېښې له منلو وروسته يې بند شپږو مياشتو ته راټيټ شو. ويل کېږي دی اوس هم د استیناف حق لري.

پوليس وايي د الوتکې کپتان هم نيول شوی خو دی په خپل ځان ځينې لګېدلي تورونه ردوي.

د دغو څلورو کسانو له نيول کېدو وروسته اېير بالټيک وايي د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره به نور اړين ګامونه پورته کړي.