د نړۍ لرغونی 'ګل لرونکی بوټی' موندل شوی

اټکل دی چې مونټي سیچیا ویډالي نژدې ۱۲۵-۱۳۰ میلیون کاله مخکې هم موجود و د انځور حقوق PA
Image caption اټکل دی چې مونټي سیچیا ویډالي نژدې ۱۲۵-۱۳۰ میلیون کاله مخکې هم موجود و

د بوټو امریکايي څېړونکي وايي، یو پخوانی بوټی چې د اروپا په ځینو سیمو کې تر اوبو لاندې شنه کېده، کېدای شي د نړۍ تر ټولو پخوانی ګل لرونکی بوټی وي.

څېړونکود مونټي سیچیا ویډالي Montsechia Vidalii د نسل له زرو ډېرو ډولونو له تجزیه او څېړلو وروسته دا ادعا کړې ده.

دغه بوټی په اوبو کې شین کېږي او لکه واښه داسې ښکاري خو دا دانه لرونکې میوې ته ورته دی، او هغه ځانګړنې لري چې په ګل لرونکو بوټو کې وي.

ساینسپوهان وايي ''دغه بوټی په اسپانیايي سیندونو کې څه باندې ۱۲ میلیونه کاله مخکې موجود و.

د سائنس ملي اکاډیمۍ کې د نباتاتو څېړونکی ډیوډ ډلچر وايي، د لومړي ګل په اړه خبره یوه اسطوري بڼه لري، لکه د لومړي انسان په څېر.''

همدارنګه نوموړي زیاته کړه: ''د دغې نوې تجربې پربنسټ اوس موږ پر دې پوهېږو چې که دغه بوټی ډېر پخوانی نه وي خو دا د ارکايي فروکټس بوټو په څېر دی چې په چین کې تر اوبو لاندې موندل شوي وو.''

ساینسپوهانو د مونټي سیچیا ویډالي بوټي په اړه له پخوا څخه ډېر معلومات درلودل.

د دغو بوټو (پاتې شوني) سل کاله مخکې په اسپانیا کې موندل شوي وو.

ډاکټر ډلچر بیا وايي، ډېری وخت 'فسل' غلط پيژندل شوي وي دا ځکه چې د مونټي سیچیا ډول ګلانو کومه مهمه برخه لکه پاڼه یا د مېوې اوبه نه ده موندل شوې چې حشرات خپل لوري ته ور مات کړي.