بم بريد کې اته ترکي پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل کېږي کېدای شي بريد د پي کې کې، اورپکو ترسره کړي وي

د رسنيو د راپورونو له مخې د ترکيې په جنوب ختيځ، سیرت ولايت کې يوه چاودنه شوې چې اته پوځيان په کې وژل شوي دي.

ويل کېږی دغه بريد هغه مهال شوی کله چې يو پوځي موټر له سيمې تېرېده.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل کېږي کېدای شي بريد د پي کې کې، اورپکو ترسره کړي وي.

له څه مودې راهيسې د پي کې کې ډلې له خوا پر ترکي ځواکونو بريدونه کېږي چې ګن شمېر مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دغه نوي بريدونه د ترکي او پي کې کې تر منځ د دوه کلن اوربند له ماتېدلو وروسته ترسره کېږي.

دوه کاله وړاندې ترکې او د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) تر منځ دوه کلن اوربند اعلان شوی و چې څو اوونۍ وړاندې د ترکيې له خوا پر دوی له بمبارۍ وروسته مات شو.

بل خوا دوه کسان د استانبول ډولمباچی ماڼۍ سره نژدې چې د لومړي وزير دفتر دی، د ډزو په تړاو نيول شوي دي.

وړاندې رسنيو خبر ورکړی و چې نا معلومو وسله والو د ترکیې استانبول په ډولمباچي ماڼۍ کې چې په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې د عثماني خلافت يو مهم مرکز و ډزې کړې دي.

چارواکي وايي په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او لومړی وزير احمد داود اوغلو د بريد پر مهال انقره کې و.

د نوې ترکيې جوړونکی مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۳۸ کال کې په دې ماڼۍ کې وفات شوی و او دغه ځای اوس د سيلانيانو لوی مرکز دی.

تېره جنوري مياشت يو کس د دې ماڼۍ پر ساتونکو د بريد په تور نيول شوی و.

د ترکيې له خوا په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې او عراق کې پر پي کې کې، له هوايي بريدونو وروسته په ترکيه کې امنيتي حالات خراب شوي دي.

ورته مطالب