د یونان لومړي وزیر استعفا کړې او د وختي ټاکنو غوښتنه کوي

د انځور حقوق AP
Image caption د لومړي وزیر خبرې پر تلوېزیون خپرې شوې.

د یونان لومړي وزیر الکسیس سېپراس له خپلې څوکۍ استعفا کړې ده، خهو د وختي پارلماني ټاکنو غوښتنه یې کړې.

ښاغلي سېپراس چې په تېره جنورۍ کې لومړی وزیر شو، ویلي، باید له اخلاقي پلوه خلک رایې واچوي.

تر اوسه د پارلماني ټاکنو مهال وېش نه دی ټاکل شوی، خو مخکینیو رپوټونو کې راغلي، چې غالباً د راتلونکې دسمبر پر ۲۰ مه به ټاکنې وشي.

سېپراس په ټاکنو کې د کیڼ اړخي سیریزا ګوند مشري کوي، خو ښکاري چې د ګوند د ننه د هغو قهرېدلو غړو له خوا له ځینو ننګونو سره مخامخېدونکی دی چې وايي یونان یې له اقتصادي کړکېچه ونه شوای ژغورلی.

سېپراس اړ شو، چې په ځینو عامو سکتورونو کې بدلونونه راغلي، چې د تقاعد د تنخاوو سیستم هم پکې دی.

د اروپايي پارلمانونو له موافقې وروسته، یونان د ۱۳ میلیارد یورو (چې ۱۴،۵ میلیارد ډالر کېږي) د ژغورنې لومړۍ مرسته ترلاسه کړه.

په دې سره به یونان وکړای شي چې د اروپا د مرکزي بانک له پور څخه ۳،۲ میلیارد یورو ورکړي.

روان مالي بحران ته په پام سره به د یونان بانکونه د سې شنې او چارشنبې پر ورځو هم تړلي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي الکسیس له ولسمشر پروکوپیس پاولوپاولوس ته خپله استعفا د منلو لپاره وړاندې کړې ده.

د ژغورنې د معاملې ارزښت نژدې ۸۶ میلیارد یورو ته رسېږي، چې په درو کلونو کې به ورکول کېږي.

د لومړي وزیر خبرې پر تلوېزیون خپرې شوې.

ورته مطالب