سعودي د فرانسوي انجینر د وژلو په جرم دوه بهرنیان اعدام کړل

د انځور حقوق Getty
Image caption په وروستیو کې د سعودي عربستان پر امنیتي کسانو بریدونه ډېر شوي.

په سعودي عربستان کې د چاد دوه وګړي په ۲۰۰۴ کال د یوه فرانسوي انجینر د وژلو او له القاعدې شبکې سره د یوځای کېدو په جرم اعدام کړي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تورنو کسانو د القاعدې شبکې په هغو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې بهرنیان پکې په نښه شوي وو.

سرچینې د تورنو کسانو نومونه عیسی صالح حسن بارکاج او اسحق عیسی احمد شاکیلا اعلان کړي، چې وايي د پنجشنبې په ګهيخ په مکه ښار کې اعدام شول.

معمولاً په سعودي عربستان کې اعدامونه په توره د تورن د سر په غوڅولو ترسره کېږي.

پر اعدام شویو تور دی چې فرانسوی انجینیر لوران باربوټ یې په ۲۰۰۴ کال جده ښار کې وژلی، او بیا له القاعدې شبکې سره یوځای شوي او د ''تکفیري'' مفکورې پلویان دي.

د وژنې دغه پېښه د هغو عملیاتو د پیلېدو لامل شوه، چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ پورې یې دوام وکړ، چې لږترلږه د سعودي عربستان او ۱۵۰ بهرنیان پکې ووژل شول.

چارواکو تر ۱۱ زرو ډېر کسان د قتلونو په تور ونیول او سلګونه یې ووژل، چې هدف یې په هېواد کې د القاعدې شبکې د جرړو ایستل وو.

ګڼ تورن کسان په اعدام محکوم شول، او ځینو ته اوږدمهاله زندان وټاکل شو.

په تېرو کلونو کې سعودي کې بریدونه ډېر شوي او د هېواد وضعیت کړکېچن شوی دی.

په سعودي عربستان کې اوس له (اسلامي دولت) وېره ډېره شوې ده، ځکه چې وړاندې دغې ډلې د سعودي د ننه په جوماتونو کې د خونړیو بریدونو پړه ومنله.

په دغو بریدونو کې تر ډېره امنیتي کسان او د سعودي عربستان شیعه لږکي په نښه شول.

القاعده شبکه او (اسلامي دولت) ډلې، چې په نړۍ کې په سخت دریځۍ مشهورې دي، د سعودي عربستان واکمن شاهي نظام او واکمنان ناقانونه او نا اسلامي بولي، چې وايي له لوېدیځ سره د اړیکو په پاللو سره له اسلام سره خیانت کوي.

ورته مطالب