د سوریې پر جولان اسرائیلي برید 'پنځه کسان وژلي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د جولان ډېری برخې د اسرائیلي پوځ په کنټرول کې دي

د سوریې حکومتي تلوېزیون ویلي، د جولان پر لوړو د جمعې په ورځ اسرائیلو یو موټر په نښه کړی، چې لږترلږه پنځه ولسي وګړي پکې وژل شوي.

سوریه وايي، برید د جمعې په ورځ په قنیطره سیمه کې شوی دی.

خو اسرائیلي پوځ ویلي، د سوریې خاوره کې یې د ''اسلامي جهاد ډلې'' د غړو یو موټر په نښه کړی، چې له پنځو سپرو یې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي.

د اسرائیلي پوځ یوه ویاند ویلي، دغه ډله د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو پر خاورې د توغندي د توغولو مسؤوله ده.

وروستی برید داسې مهال شوی، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ اسرائیلو په یوه بل برید کې د سوریې پولې ته څېرمه یوه پوسته بمباري کړه.

په برید کې چې اسرائیلو له سوریې نه د توغندي د غچ اخیستو په مقابل کې کړی و، د سوریې یو عسکر ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

''د ایران ملاتړ''

د اسرائیلو پوځ وايي، د پنجشنبې ورځې راکټي برید د سوریې له خاورې شوی. خو برید هېڅ مرګ ژوبله نه لرله.

اسرائیل د سوریې پر حکومت تور پورې کوي، چې د جولان له لوړو د توغندي په برید خبر و، خو د دغه برید د پایلو په اړه یې دمشق ته خبرداری ورکړی دی.

د اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي: ''توغندی توغول د اسلامي جهاد ډلې کار دی، هغه ډله چې د ایران ملاتړ ورسره دی او د هغوی په ګټه کار کوي. موږ ددغه برید پړه پر سوري حکومت اچوو.''

د ۱۹۶۷ کال له جګړې وروسته، اسرائیلو د سوریې په قلمرو کې د جولان ډېری لوړې سیمې ونیوې او څو کاله وروسته یې هغه خپله خاوره وګڼله.

په ۲۰۱۱ کال د سوریې له نارامیو پیلېدو راهیسې، د جولان په لوړو کې وضعیت ترینګلی دی.

ورته مطالب