په لندن کې به د ایران سفارت بیا پرانیستل شي

د ایرنا خبري اژانس خبر خپور کړی چې سبا یکشنبې(اګست ۲۳) به په لندن کې د ایران سفارت پرانیستل شي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د دغه سفارت پرانیستلو مراسم به په بریتانیا کې د ایران شازدافیر محمد حسن حبیب الله زاده په شتون کې تر سره شي.

په لندن کې د ایران د سفارت پرانیستل په تهران کې د بریتانیا د سفارت د پرانېستلو سره هم مهاله تر سره کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند په همدې تړاو نن شنبې (اګست ۲۲) له یوه لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سره تهران ته سفر کړی.

د ایران او بریتانیا دیپلوماتیکې اړیکي له ۴ کالو راهیسې، کله چې په پلازمېنه تهران کې د بریتانیا پر سفارت برید وشو کم رنګې شوې وې.

د بریتانیا سفارت د ایران په دیپلوماتیکه سیمه کې او د بریتاینا فرهنګي مرکز هم په تهران کې په ۱۳۹۰ کال د بریتاینا د سیاست د مخالیفینو لخوا تر برید لاندې راغی.

له دې وروسته بریتانیا خپل سفارت وتاړه او خپل دیپلوماتان یې لندن ته وروغوښتل او همدارنګه ایراني دیپلوماتانو ته یې هم لار ښونه وکړه چې د بریتانیا خاوره پرېږدي.

له دغې پېښې نه دوې اونۍ مخکې د دغو دو هېوادونو اړیکي پر ایران د بندیزونو له کبله ترینګلې شوې وې.

ورته مطالب