شمالي کوریا پر خپلو پولو جنګي تجهیزات ځای پر ځای کړي

د انځور حقوق AP

په داسې حال کې چې د کوریا په ټاپووزمه کې تاوتریخوالی مخ به زیاتېدو دی، سویلي کوریا وايي، چې شمالي کوریا سرحدي سیمو کې جنګي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.

د سویلي کوریا په خبره د شمالي کوریا دغه کړنې د هغو لاسپیکرونو د لمنځه وړو لپاره تر سره کېږي چې له سویل نه د شمالي کوریا پر وړاندې تبلیغ کوي.

شمالي کوریا ګواښ کړی چې که چېرې جنوبي کوریا له پولې نه د رادیو به ذریعه د شمالي کوریا ضد خپلو تبلیغاتو ته پای ټکی نه ږدي، نو دوی به عملا غبرګون وښيي. هغه ضرب الاجل چې شمالي کوریا د دغو تبلیغاتي تجهیزاتو د له منځه وړلو لپاره ټاکلی و تر نورو دوو ساعتونو پورې پای ته رسېږي.

له دې مخکې د شمالي کوریا مشر له ګاونډي سوېلي کوریا سره پر پوله ''جګړې ته ورته'' وضعیت اعلان کړی و او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی و، چې پر پوله د ''تیارسئ'' په حالت کې شي.

تېره ورځ د شمالي کوریا رسنیو ویلي و، چې کیم جونګ اون له سوېلي کوریا سره پر پوله خپلو ځواکونو ته د ځای پرځای کېدو امر کړی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه، چې د سویلي کوریا لخوا پر پوله د شمالي کوریا پرضد په لاسپیکرو کې تبلیغات خپاره شول.

د انځور حقوق YONHAP AFP
Image caption کیم جونګ اون له سوېلي کوریا سره پر پوله خپلو ځواکونو ته د ځای پرځای کېدو امر کړی

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، چې دا کار یې وروسته تر هغه کړی، چې پر پوله ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله یې دوه پوځيان ټپیان شول.

سویلي کوریا د شمالي کوریا ځواکونه د دغه ماین په اېښودلو تورن کړي خو شمالي کوریا بیا دغه تورنه بې بنسټه ګڼي.

دغو لاسپیکرونو له یولس کالونو ارامۍ وروسته یو ځل بیا په سیاسي تبلیغاتو پیل کړی.

په سویلي کوریا کې د ژوند د شرایطو په اړه او د شمالي کوریا د وضعیت د ،،افشاکولو،، په اړه له دغو لاسپیکرونو کار اخیستل کېږي.

ورته مطالب