يمن کې برمته شوی بريتانوی خوشي شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption د متحدو عربي اماراتو دولتي رسنۍ وايي برمته شوی کس د القاعدې له خوا تښتول شوی و

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي يمن کې برمته شوی بريتانوی د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې خوشي شوی دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فېلپ همونډ وايي برمته شوی کس د متحدوعربي اماراتو د پوځ له خوا خلاص شوی.

فېلپ همونډ وايي دغه کس د ۲۰۱۴ کال فبرورۍ مياشت کې برمته شوی و، "اوس ښه او خوندي" دی او بريتانوي چارواکي ورسره مرسته کوي.

د متحدو عربي اماراتو دولتي رسنۍ وايي دغه کس د القاعدي له خوا برمته شوی و.

د اماراتودولتي رسنۍ په وينا، د ابوظبۍ شهزاده محمد بن زايد ال نهيان د شنبې پر ورځ د بريتانيا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون ته د برمته شوي کس د خوشي کېدو خبر ورکړی و.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير په دې اړه د متحدو عربي امارتو له مرستې او همکارۍ مننه کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي اوس مهال په يمن کې ډېر لږ بهرني کارکوونکي پاتې دي

په تېرو څو مياشتو کې په يمن کې د بېلابېلو ډلو له خوا جګړې روانې دي، چې له کبله يې دغه هېواد د کورني جنګ خوا ته روان کړی دی.

په دې هېواد کې لوی جنګ د ولسمشرعبد ربه منصور هادي پلويانو او د شيعه حوثي ياغيانو تر منځ چې تېره فبروري مياشت يې ښاغلی هادي له پلازمېنې صنعا څخه تېښتې ته مجبور کړی و، روان دی.

القاعد ډله هم د عربستان ټاپوزمې په جنوب او جنوب ختيځ کې قوي مرکزونه لري چې له هغه ځايه مرګوني بريدونه ترسره کوي.

يمن کې يوې خبريالې ايونا کرېګ بي بي سي ته ويلي دغه کس چې کله برمته شوی و دا په صنعا کې وه. وايي دغه کس د وسله والو له خوا په زور له موټره ايستل شوی او له هغه راهيسې ورک و.

دا وايي هغه مهال هره اوونۍ د تښتونې او برمته کولو پېښې رامنځ ته کېدلې او اوس په دې هېواد کې "ډېر کم" بهرني کارکوونکي پاتې دي.

ورته مطالب