انګلستان کې د چورلکې لوېدو پېښې اوه کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption دغه ډول الوتکې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د شاهي هوايي ځواک له مهمو الوتکو ګڼل کېدې.

د انګلستان سوېل کې د چورلکو د نندارې پرمهال یوه پخواني پوځي چورلکه لوېدلې ده، چې لږترلږه اوه کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پولیس وايي، اټکل دی، چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.

پېښه د تېرې شنبې په ورځ شوې، خو د هوايي چلند او بېړنیو خدمتونو ډلې د یکشنبې په ورځ هم د چورلکې د ماتېدو پر لاملونو څېړنې کوي.

دغې ''هاوکر هانټر'' ډوله چورلکې یوه څوکۍ لرله، چې بالاخره د شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د هوايي نندارې پرمهال برایټون ښار ته څېرمه په شورهام سیمه کې له ګڼې ګوڼې په یوه ټک سړک له موټرو سره وجنګېده، چې یوه لویه چاودنه هم وشوه.

پولیسو ویلي، یو کس سخت ټپي شوی، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی، خو ۱۴ نور کسان بیا سربېره ټپیان شوي دي.

د الوتکې پیلوټ موندل شوی او روغتون ته وړل شوی.

د وېسټ ساسکس د پولیسو ویاند ویلي، د پېښې د لاملونو په اړه یې پلټنې روانې دي.

پوليس وايي الوتکه د ونو او بوټو منځ کې راپرېوتلې ده.

د الوتکې راپرېوتو له کبله په سيمه کې اور لګېدلی او ويل کېږي د اور وژنې ټيمونه سيمه ته رسېدلي ديږ

دغه ډول الوتکې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د شاهي هوايي ځواک له مهمو الوتکو ګڼل کېدې. دغې الوتکې په ۱۹۵۱ کال کې لومړی پرواز کړی و.

د انځور حقوق EDDIE MICHELL

پولیس وايي، دوی ته نژدې ۴۰ تیلیفونونه شوي، چې خلکو د خپلو دوستانو پوښتنې ترې کړې، چې پېښه کې خو به وژل شوي یا ټپیان شوي نه وي.

د تېر ۲۰۱۴ کال د جنورۍ پر اتمه هم، د انګلستان شمالي نورفولک سیمه کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې د امریکا د هوايي پوځي ځواک څلور کارکوونکي وژل شوي وو.