پاکستان: له هند سره مشروطې خبرې بې ګټې دي

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption خپلمنځي خبرو کې د بل لوري ګډون هېڅ امکان نه لري سشما سوراج

پاکستان وايي د هند له لوري له شرطونو اېښودلو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ډیلي کې خبرې بې ګټې دي.

د پاکستان له دغه اعلانه سملاسي وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سروپ، پر خپله ټیوټر پاڼه ولیکل، چې د پاکستان دغه پرېکړه یوه بدمرغي ده او وايي هند هېڅ ډول مخکیني شرطونه نه دي ایښي.

د نوموړي په وینا هند یوازې دا ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ مخکنیو 'شمله' او 'اوفا' نومي هوکړې باید په پام کې ونیولې شی، چې وايي دواړو هېوادونو پرې هوکړه کړې.

د شنبې په ورځ له هر ډول شرطه پرته هند ته د پاکستاني ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز سفر له اعلانه وروسته د هند بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج ډیلي کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان له لوري له بیلتون پالو مشرانو سره د نه لیدو او دغه راز د خبرو دایره یوازې تر ترهګرۍ محدود ساتلو ژمنې په صورت کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د ملي امنیت سلاکارانو په کچه خبرې شونې وي.

په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې پاکستان خپله هغه دریځ تکراروي، چې د هند له لوري وړاندې شویو شرطونو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو لیدنه ممکنه نه ده.

له بیلتون پالو کشمیري سیاستوالو سره د پاکستاني سلاکار د لیدو په اړه د پاکستان له لوري په خپره اعلامیه کې ویل شوي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې هند ته د پاکستاني چارواکو د سفرونو پر مهال له کشمیري سیاستوالو سره د پاکستاني چارواکو لیده کاته یو معمول دی او وايي اوس د هند له لوري د دغه دود بدلول مناسبه چاره نه ده.

خو له دې مخکې د هند بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج ویلي و، چې د هند او پاکستان تر منځ خبرو کې د بل لوري ګډون هېڅ امکان نه لري.

د نوموړې په وینا ' هند هېڅکله اجازه نه ده ورکړې، چې بیلتون پالي سیاستوال د هند او پاکستان تر منځ له خبرو مخکې له پاکستاني چارواکو سره وویني.'

د نوموړې په وینا ' عام لیده کاته او د خپلمنځي خبرو له پیله مخکې لیدل ډېر توپیر لري او پاکستان برالا وايي، چې بیلتون پالي سیاستوال د کشمیر استازي دي او دا دریم لوري رامنځته کولو په معانا چاره ده.'