د چین د اقتصاد ځوړ د ونډو نړیوال بازارونه سخت اغېزمن کړي

په چین کې د اقتصادي ځوړ له کبله د ونډو نړیوال بازارونه له کړکېچ سره مخامخ شوي دي.

نړیوال پانګوال د دغه هېواد د اقتصادي ودې په اړه سخت اندېښمن دي.

یو مهال، په امریکا کې د، ډو جونس په نامه د ونډو بازار د شپږ سلنې په کچه لوېدلی و.

د دغه بازار حالت وروسته یو څه ښه شو خو د ورځې په پای کې بیا هم د درې اعشاریه پنځه سلنې له ځوړ سره وتړل شو.

د اروپا او اسیا مرکزي بازارونه د څلور سلنې په اندازه ولوېدل. د چین د شانګهای ونډو بازار اته سلنه ولوېد.

ډېری نړیوال اعسار او سوداګرۍ هم چې د چین له خوا پر قوي تقاضا تکیه لري، د دغه اقتصادي ځوړ له کبله اغېزمنې شوې دي.

شننه: مېشېل فلیوري، په نیویارک کې د سوداګرۍ خبریاله

د امریکا د ډو جونز بازار ونډې په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې.

یوه سوداګر شکایت درلود چې د ونډو لوېدو له کبله یې کمیس په خولو لوند شو.

د چین مرکزي بانک دوه اوونۍ مخکې د دغه هېواد د پیسو بیه ټیټه کړې وه او ورسره د سوداګرو تر منځ داسې وېره پیدا شوه چې اقتصادي ځوړ به له هغه څه ډېر ناوړه وي چې دوی یې اټکل کړی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هند هم د چین له اقتصادي ځوړه اغېزمن شو او د ونډو مرکزي بازار یې تر شپږ سلنې لوېدلی.

د نورو اسعارو او توکو بیې هم په چټکۍ سره لوېدلي ځکه تر ډېره د چین پر قوي تقاضا تکیه لري.

په چین کې د چارواکو له پیاوړي ډاډ پرته، پانګوال نور پېر او پلور ته زړه نه ښه کوي.

شننه: کرشمه وسواني، اسیا کې د سوداګرۍ خبریاله

د بیجنګ چارواکو اوسنی حالت د چین "توره دوشنبه" بللې ده.

اوس ټول غواړي وپوهېږي چې چین د ونډو بیو لوړولو او پر اقتصاد د خلکو ډاډ لاسته راوړلو لپاره څه ډول ګامونه پورته کوي.

تمه ده چې مرکزي بانک به یې د سود کچه را ټیټه کړي چې پېرېدونکي پر بازارونو باور وکړي.

ډېرو فکر کړی و چې چین ښايي د شنبې او یکشنبې رخصتیو ورځو کې همدا ګام پورته کړي.

خو تر اوسه د چین حکومت چټک غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب