"فرانسه کې پر اورګاډي ممکنه برید په منظم ډول پلان شوی و"

د انځور حقوق
Image caption ایوب الخزاني په هغه اورګاډي کې د برید هڅه کړې وه چې له امسټرډام ښاره د پاریس په لور روان و.

یوه فرانسوي څارنوال، فرانسوا مولنز ویلي، تېره اوونۍ فرانسه کې د یوه وسله وال له خوا پر یوه اورګاډي ممکنه برید په منظم ډول پلان شوی و.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، ۲۵ کلن مراکشي وسله وال، ایوب الخزاني، له ځانه سره یو توپک، ۲۷۰ ګولۍ او یو بوتل پیټرول لېږدول.

ده پاریس کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، الخزاني د برید له شنډېدو څو دقیقې مخکې پر انلاین سخت دریځۍ او تاوتریخوالي ته پارونکې یوه ویډیو لیدلې وه.

ښاغلي مولنز زیاته کړه مشکوک ترهګر چې تېره اوونۍ په یوه اورګاډي کې سپرلیو نیولی و، له سخت دریځو اسلامپالو سره یې اړیکې درلودې، او په دې وروستیو کې یې ترکیې ته سفر کړی و، چې په ممکنه ډول له هغه ځایه سوریې ته ولاړ شي.

څارنوال دغه راز وویل، څرګنده ده چې ایوب الخزاني د ډله ییزې وژنې پلان درلود.

هغو دریو امریکایانو او یوه بریتانوي ته د زړه ورتیا مډالونه ورکړل شول چې مشکوک بریدګر یې نیولی و.

ښاغلي مولنز وویل: "ایوب الخزاني په اورګاډي کې پر یوټیوب یو غږیز مطلب اورېدلی و چې یو کس په کې د ایمان پر خاوندانو غږ کوي چې د پیغمر محمد ص لپاره جګړه وکړي او وسلې را پورته کړي".

Image caption هغو دریو امریکایانو او یوه بریتانوي ته د زړه ورتیا مډالونه ورکړل شول چې مشکوک بریدګر یې نیولی و.

نوموړي زیاته کړه د ترهګرۍ په تړاو رسمي پلټنې پیل شوې او نورو اروپايي هېوادونو هم د مشکوک ترهګر د سفرونو او اسلامي سخت دریځۍ سره د ده د اړیکو په اړه مالومات شریک کړي دي.

ټاکل شوې څارنوالان پر مشکوک څو تورونه ولګوي چې د ترهګرۍ په ډول د ګڼو کسانو پلان شوې وژنه په کې شامل دی. ویل کېږي مشکوک د ممکنه برید تور نه دی منلی او ویلي یې دي چې ده یوه شپه مخکې د وسلو یوه کڅوړه ومونده او پلان یې درلود چې د اورګاډي سپرلۍ وشکوي.

خو څارنوال وویل، د پلټنو پر مهال د الخزاني خبرې او دلایل په زیاتېدونکې ډول ناڅرګند شول او پای کې نوموړي چوپتیا غوره کړه.

ښاغلي مولنز وویل، د الخزاني موبایل تیلیفون چې په کڅوړه کې موندل شوی، له ممکنه برید یوه ورځ مخکې فعال شوی و.

ویل کېږي مشکوک بریدګر په ۲۰۰۷ کال کې اسپانیې ته ورغلی او اووه کاله په همدغه هېواد کې پاتې شو، وروسته فرانسې او بیا بلجیم ته ولاړ.

ورته مطالب