مراکش او اسپانیا ''اسلامي دولت'' ته ۱۴ جلبوونکي نیولي

د انځور حقوق AP
Image caption د اسپانیا یوې رادیو د ترهګرۍ ضد سرچینو په حواله ویلي، په اروپا کې نژدې ۸۰۰ داسې کسان دي، چې له سوریې او عراق نه راغلي او نومونه یې د هغو سخت دریځو اسلامپالو په لست کې دي، چې د بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

د مراکش او اسپانیا چارواکي وايي، ۱۴ کسان یې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره د تړاو لرلو او دغې ډلې ته د نویو جنګیالیو د جلبولو د هڅې په تور نیولي دي.

دغه نیونې تر ډېره د مادرید او مراشک په ګڼو ښارونو کې شوې دي.

اټکل دی، چې نیول شویو کسانو سوریې او عراق ته د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو ته د جنګیالیو په استولو کې ونډه لرله.

د مراکش ایوب الخزاني چې د فرانسې په چټک اورګاډي یې د برید هڅه کړې وه، د تېرې جمعې په ورځ ونیول شو.

۲۵ کلن الخزاني په اصل کې د مراکش د شمالي ''تطوان'' ښار دی، چې په ۲۰۰۷ کال اسپانیا ته تللی او هلته یې په مادرید او ګاثیارس ښار کې فرانسې ته له لېږېدو مخکې اوه کاله تېر کړي.

اټکل دی چې الخزاني له سخت دریځو اسلامپالو سره اړیکي لرل، او د ''خطرناکو'' کسانو په لست کې یې نوم و.

د اسپانیا یوې رادیو د ترهګرۍ ضد سرچینو په حواله ویلي، په اروپا کې نژدې ۸۰۰ داسې کسان دي، چې له سوریې او عراق نه راغلي او نومونه یې د هغو سخت دریځو اسلامپالو په لست کې دي، چې د بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

ورته مطالب