د بښنې نړیوال سازمان د بهروز الخاني د اعدام د بندولو غوښتنه کړې

د انځور حقوق Amnesty

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د بهروز الخاني له اعدامولو لاس په سر شي.

د بشري حقونو په برخه کې دغه فعاله سازمان وايي، ۳۰ کلن کردی الخاني د ارومیه له عمومي بند څخه انفرادي بند ته د اعدام لپاره لېږدول شوی دی. د چارشنبې ګهیځ د الخاني د اعدام لپاره ټاکل شوی و.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د مدیر مرستیال سعید بومدوها ویلي، ایراني ځواکونه باید سم لاسي د بهروز الخاني اعدام ودروي، د اعدام د سزا تر سره کول په داسې حال کې چې تورن کس د بیا غور کولو نتیجې ته په تمه دی د ایران د قانون او نړیوال قانون ښکاره نقضول دي.

د دغې ویناپاڼې پربنسټ ښاغلی الخاني په ۲۰۱۰ کال په لویدیځ اذربایجان کې ونیول شو او له یوه کال نه د ډېر وخت لپاره په انفرادي بند کې هغه هم پرته له دې چې وکیل ولري یا له کورنۍ سره اړیکي ولري، بندي و.

یوې محکمې په ۲۰۱۱ کال کې نوموړی د خوی ښار څارنوال په وژلو کې په لاس لرلو او له پژاک (د ازاد کردستان د حیات ګوند (حزب حیات آزاد کردستان)) او (محاربه٬) سره په همکارۍ تورن ګڼلی و.

د دغه رپوت پر بنست نوموړی د وسلې د مالکیت او اخيستو په تړاو ۱۰ کاله په بند محکوم شو.

سترې محکمې وروسته د ده په اړه حکم باطل وګاڼه او د بیا غور لپاره یې د ارومیه د محکمې لسمې شعبې ته واستاوه او د بیا غور محکمې دا ځل نوموړی په مرګ محکوم کړ.

نوموړی په دغه حکم د بیا غور غوښتنه وکړه چې لا یې پایله نه ده معلومه شوې.

د بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې د ښاغلي الخاني محاکمه عادلانه نه وه او نوموړی د وکیل له درلودو هم بې برخې شوی و او ویلي یې دي چې د بند په وخت کې ربړول شوی هم دی.

ورته مطالب