هنګري وايي د کډوالو د مخنیوي لپاره به له زوره کار واخلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption همدارنګه هنګري غواړي چې د دغې میاشتې تر پایه له صربستان سره پر پوله د اغزن سیم جال خپور کړي

د هنګري دولتي ویاند ویلي، چې دغه دولت هغه پروګرام څېړي چې له مخې به یې دغه هېواد ته د کډوالو د اوښتو مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو کار واخلي.

د هنګري سرحدي ځواکونه وايي، سه شنبې له ۲۵۰۰ ډېر ناقانونه کډوال دغه هېواد ته دننه شوي دي.

د دغه پروګرام په اړه به د هنګري پارلمان پرېکړه کوي او دا پرېکړه کېدای شي را تلونکې اونۍ ترسره شي.

هنګري ویلي، یوازې په روانه میاشت کې ۳۴ زره کډوال چې زیاتره یې د سوریې وګړي دي دغه هېواد ته دننه شوي دي.

اټکل شوې چې د هنګري چارواکي به نن (اګست ۲۶) د سرحدي ځواکونو د یوه نوي تشکیل رامنځ ته کېدو اعلان وکړي دوی تمه لري چې له دې لارې به هنګري ته د کډوالو له دننه کېدو څخه مخنیوی وکړي.

همدارنګه هنګري غواړي چې د دغې میاشتې تر پایه له صربستان سره پر پوله د اغزن تار جال خپور کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هنګري دولت هغه پروګرام څېړي چې له مخې به یې هنګري ته د کډوالو د اوښتو مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو کار واخلي

دمګړۍ کډوال له هغو سیمو هنګري ته اوړي چې دغه اغزن سیم په کې نه دی خپور شوی او یا له هغه ځایونو تېریږي چې د اورګاډو او اوبو لاره وي.

ورته مطالب