د دواړو کوریاګانو پر پوله 'تیارسئ' حالت پایته رسېدلی

د انځور حقوق Getty
Image caption د دواړو لورو له خوا په خپرې شوې وینا، کې راغلي، سوېلي کوریا موافقه کړې، چې د شمالي کوریا پر ضد به تبلیغات نه کوي او دغه راز شمالي کوریا د وروستي ماین چاودنې په اړه خواشیني څرګنده کړې

شمالي او سوېلي کوریا وايي، پر پوله د ترینګلتیا کمولو پخاطر دوی پر یوې هوکړې موافقه کړې.

د دواړو لورو له خوا په خپرې شوې وینا، کې راغلي، سوېلي کوریا موافقه کړې، چې د شمالي کوریا پر ضد به تبلیغات نه کوي او دغه راز شمالي کوریا د وروستي ماین چاودنې په اړه خواشیني څرګنده کړې، چې د سوېلي کوریا دوه پوځیان په کې ټپیان شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کريي په یوه خبري کنفرانس کې دواړه هېوادونه ستایلي، چې له مخالفتونو سربېره یوې هوکړې ته سره رسېدلي دي.

سوېلي کوریا له شمالي کوریا غوښتلي وو، چې د ماین چاودنې پېښې په تړاو بښنه وغواړي.

شمالي کوریا د اعلامیې په صادرولو سره ویلي، چې د دغې پېښې پړه په غاړه نه اخلي خو د سویلي کوریا د پوځیانو د ټپي کیدو په اړه خواشیني ښودلې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption بل خوا د سویلي کوریا لخوا پر پوله د شمالي کوریا پرضد په لاسپیکرو کې تبلیغات خپاره کېدل

خو مالومه نه ده چې د شمالي کوریا د خواشینۍ څرګندونه سوېلي کوریا د بښنې په ډول منلې که نه.

د دواړو کوریاګانو ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې د سوېلي کوریا پر پوله د بم چاودنې له کبله د دغه هېواد دوه پوځیان ټپیان شول.

سوېلي کوریا د دغه ماین اېښودلو پړه پر شمالي کوریا ور اچولې وه.

خو شمالي کوریا دا تور بې بنسټه بللی و.

د شمالي کوریا مشر له ګاونډي سوېلي کوریا سره پر پوله ''جګړې ته ورته'' وضعیت اعلان کړ و او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی و، چې پر پوله د ''تیارسئ'' په حالت کې ووسي.

بل خوا د سویلي کوریا لخوا پر پوله د شمالي کوریا پرضد په لاسپیکرو کې تبلیغات خپاره کېدل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا مشر له ګاونډي سوېلي کوریا سره پر پوله ''جګړې ته ورته'' وضعیت اعلان کړ و

د دې ترینګلتیا پای ته رسولو لپاره د سويلي کوريا چارواکو د اګست په ۲۲ وویل چې د دواړو هېوادونو د کړکېچ ختمولو لپاره خبرې پيل کړې دي.

دغه خبرې د دواړو هېوادونو تر منځ پولې سره نژدې په پنميونجوم کې ترسره شوې.

ورته مطالب