د چین د ونډو بازارونو بیې بیا لوېدلې دي

Image caption دا چې چین (د نړۍ دوهم تر ټولو ستر اقتصاد) په نړیواله سوداګرۍ کې مرکزي رول لري، نو د دغه هېواد د اقتصاد ځوړ نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي.

د چین مرکزي بانک له خوا د سود کچې ټیټولو ګام سربېره د دغه هېواد د ونډو بازارونو بیې لوېدلې او داسې ښکاري چې پانګوال اوس هم د حالت په اړه ډاډه نه دي.

دا له نومبر میاشت راهیسې پنځم ځل دی چې چین د سود کچه ټیتوي.

تمه وه چې له دغه ګام سره به چین وکولی شي په اسانۍ پورونه ورکړي.

له دغه اقدام سربېره، په نیویارک کې هم د ونډو عمده بازار یو سلنه لوېدلی.

د دغه هېواد د ونډو مرکزي بازار شانګهای بیې پرون (اګست ۲۵مه) تر اووه سلنې ولوېدې او د دوشنبې پر ورځ (اګست ۲۴مه) تر اته سلنه ټیټې شوې وې.

د هانګ کانګ د هنګ سینګ ونډو بازار که څه هم د شانګهای په څېر اغېزمن شوی نه دی خو بیې یې تر صفر اعشاریه درې سلنې لوېدلې دي.

دا چې چین (د نړۍ دوهم تر ټولو ستر اقتصاد) په نړیواله سوداګرۍ کې مرکزي رول لري، نو د دغه هېواد د اقتصاد ځوړ نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي.

استرالیا کې د ایس اینډ پي ونډو بازار د صفر اعشاره پنځه سلنې په کچه لوېدلی دی.

با احتیاطه خوشبیني

خو د اسیا په نورو سیمو کې بیا بیو تر ځایه خپل ثبات ساتلی لکه جاپان چې د نیکي ونډو بازار بیې یې صفر اعشاره څلور سلنه لوړې شوې دي.

خو تر دې مخکې د نیکي ونډو بازار هم له ستونزو سره مخامخ و او بیې یې تر اته سلنې ټیټې شوې وې.

د سوېلي کوریا د کاسپي ونډو بازار حالت هم مثبت دی او بیې یې یو سلنه لوړې شوې دي.

تېره شپه د اروپا او امریکا بازارونو بیې بیا بې ثباته وې:

  • د وال سټریټ ډو جونز ونډو بازار یو اعشاریه درې سلنه ولوېد. دا پرله پسې شپږمه ورځ ده چې د امریکا بازارونو بیې ټیټېږي.
  • د لندن د (ایف ټي ایس اي) ونډو بازار بیې بیا درې سلنه لوړې شوې دي.
  • دغه راز د فرانسې او جرمني د ونډو مهمو بازارونو بیې هم تر څلور سلنې زیاتې شوې دي.

ورته مطالب