هند کې د تاوتریخوالي له کبله ۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوسمهال د دغه ایالت ګڼو سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی. سربیره پر دې په دغه سیمه کې د ځینو تلیفوني شبکو له لارې پیغام استول او انټرنټ بند شوی

د هند په ګجرات ایالت کې د وړو ټولنو خپلمنځي تاوتریخوالي کې د یوه پلار او زوی په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

په تاوتریخوالي کې د پولیسو نږدې څلویښتو حوزو ته اور پورې شوی او لسګونه ګاډي هم سوځول شوي دي.

اوسمهال د دغه ایالت ګڼو سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

سربیره پر دې په دغه سیمه کې د ځینو تلیفوني شبکو له لارې پیغام استول او انټرنټ بند شوی دی.

د راپورونو له مخې ډېرې نښتې د پولیسو او پټېل ټولنې فعالانو تر منځ شوې دي.

دوی د دندو حقونو لپاره کمپاین پيل کړی چې مشري یې یو ۲۲ کلن ځوان کوي.

دغه ۲۲ کلن ځوان هارډک پټیل په ۴۸ ساعتونو کې د هغو پولیسو د دندو د ځنډولو غوښتنه کړې چې د وژل شویو کسانو په وژنه کې مسول ګڼل کېږي او د وژل شویو کسانو د هرې کورنۍ لپاره یې ۳۰ ، ۳۰ لکه روپيو غوښتنه کړې ده.

ده له بزګرو یې غوښتي چې ښارونو ته د شیدو او سبزیجاتو استول بند کړي.

د ګجرات ایالت تر ټولو ستر ښار احمد اباد او نورو ښارونو لکه صورت کې د مظاهره کونکو کنترولولو په خاطر پوځ هم ورغوښتل شوی دی.

هغه کسان چې د وسلې لایسنس لري پولیسو ترې غوښتنه کړې چې خپلې وسلې پولیسو او اړونده چارواکو ته وسپاري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د راپورونو له مخې ډېرې نښتې د پولیسو او پټېل ټولنې فعالانو تر منځ شوې دي

په دغه پېښه کې یو پولیس ټپي شو چې وروسته یې بیا ساه ورکړه.

د اورګاډې لارې ته هم زیان اړول شوی چې له کبله یې له دهلي نه احمد اباد سیمه د اورګاډو تګ را تګ ځنډېدلی دی.

ورته مطالب