د ۱۲ کسانو په وژنه تورن امریکايی په عمري بند محکوم شو

د انځور حقوق Reuters

د امریکا په کولاراډو ایالت کې یوه قاضي هغه وسله وال ته د عمري بندن سزا اورولې چې درې کاله مخکې یې په یوه سینما کې د بټمن فلم نندارې پر مهال ۱۲ کسان په ډزو وژلي وو.

جیمز هولمز، د کولاراډو ایالت مرکزي ښار ډینور په یوه سینما کې برید کړی و چې په دغه برید کې ۷۰ نور ټپیان شوي وو.

په برید کې ژوندي پاتې شویو د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی.

دا پېښه د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشتې په ۲۰ نېټه شوې وه چې بارک اوباما د دغې پېښې په تړاو یې سخته خواشني ښودلې وه او ملي ماتم یې اعلان کړی و.

هغه مهال عیني شاهدانو ويلي و، یوه کس چې مخ يې پټ و په سينما کې اوښلن ګاز وکاروه او وروسته يې په ډزو پيل وکړ.

جیمز هولمز هغه مهال ۲۴ کاله عمر درلود او د پوهنتون محصل و.

هغه مهال چارواکو ویلي و، چې له دغه محصل سره يو توپک، د مرميو يو شاجور او دوه تمانچې نيولي دي، چې د دوی په خبره ټولې يې له قانوني لارو اخیستې وې.

د انځور حقوق AP

په کلورېدا کې له دغې پېښې وروسته د نيويارک په ټولو سينماګانو کې چې د بټمن فلم په کې ښودل کېده سخت امنيتي تدابير نيول شوي و.

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې خو د دغه فلم ننداره بيخي لغوه شوې وه.

ورته مطالب