امریکايي د دوو خبریالانو له وژلو وروسته ځان هم وژلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ويرجنيا والي ټېري مکولېف له يوې ځايي راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې وژونکی فلانګن د دې تلويزيون پخوانی کارکوونکی و او دا د ترهګرۍ پېښه نه ده، بلکې يو جنايتکاره عمل دی

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې پولیس وايي، ویسټر لي فلانګن، چې د یوې ژوندۍ تلویزوني خپرونې پر مهال یې دوه خبریالان وژلي وو، پر ځان هم ډز کړی او وروسته په روغتون کې مړی شوی دی.

فلانګن د، ډبلیو ډي بي جی سیون، تلویزوني چینل پر دوو خبریالانو، مرکه کونکې الیسن پارکر او فلم اخیستونکي اډم وارډ هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی د یوې ځايي سوداګرې ویکي ګارډنر سره مرکه کوله.

په برید کې دغه ځايي سوداګره په سخت ډول ټپي شوې ده.

له برید څو ساعته وروسته، فلانګن هغه مهال خپل ځان هم په ډز وویشت چې په موټر کې له پولیسو په تېښته کې و.

نوموړی یو مهال د، ډبلیو ډي بي جی سیون، تلویزوني چینل کارکونکی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د امريکا په ويرجينيا ايالت کې يوه وسله وال د ژوندۍ تلويزيوني خپروني پر مهال خبريال او فلم اخيستونکی وژلي دي

ډبليو ډي بي جې سیون تلويزيون هم ویلي، چې خبرياله الېسن پارکر او ۲۷ کلن فلم اخيستونکی اډم وارډ د يوې ژوندۍ مرکې پر مهال د ويرجينيا په مونيټه کې په ډزو وژل شوي دي.

د ژوندۍ خپرونې پر مهال د ډزو غږونه او د خبريالې د چيغو اوازونه اورېدل شوي او بيا کامره پر ځمکه لوېدلې ده.

د ويرجنيا والي ټېري مکولېف له يوې ځايي راډيو سره په خبرو کې ويلي و، چې دغه کس د دې تلويزيون پخوانی کارکوونکی و.

ده ويلي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده، بلکې يو جنايتکاره عمل دی.

Image caption ډبليو ډي بي جې ۷، تلويزيون منلې چې خبرياله الېسن پارکر او ۲۷ کلن فلم اخيستونکی اډم وارډ د يوې ژوندۍ مرکې پر مهال په ويرجينيا ایالت کې په ډزو ووژل شول

د دې تلويزيون چلوونکي جيفري مارکس د دغو دوو کسانو د وژلو خبر په تاييد سره ويلي، چې تر اوسه موږ ته نه ده معلومه چې د دې قتل تر شا څه علتونه وو.

ورته مطالب