د بې انځور ذهن ناروغي

د انځور حقوق BBC World Service

سترګې مو پټې کړئ او تصور وکړئ د سیند ترغاړې ناست یاست، مازدیګر دی، او هلته لېرې ماشومان په لوبو بوخت دي، ستاسې په ذهن کې دغه انځور څومره روښانه دی؟

سږکال ساینسپوهانو هغه ناروغي تشریح کړې ده چې افنتېزیا aphantasia نومېږي چې انسان نشي کولی په خپل فکر کې د یوه څه د انځور تصور وکړي. په دې ناروغۍ اخته کسان نشي کولی د یوه شي تصویر په ذهن کې جوړ کړي خو خبرې او حقایق په آسانه له یاده کولی شي.

د بریتانیا د ایکسیتر د پوهنتون پروفیسور آدم زېمان او ټیم یې سږکال د افنتېزیا کلمه رامنځ ته کړه.

ښاغلی زېمان وايي په هرو ۵۰ کسانو کې ښایي یو کس د افنتېزیا ناروغي ولري.

د انځور حقوق University of Cambridge

بله خوا داسې خلک هم شته چې د دې ناروغۍ برعکس، د انځورونو په تصور کولو کې تر عادي خلکو هم ښه دي او کولی شي په خپل ذهن کې رنګین انځورونه جوړ کړي.

ډېر خلک په خپل ذهن کې په آسانه کولی شي انځور جوړونه وکړي چې دا بهیر د " ذهن سترګه" بلل کېږي.

زموږ فکر ټول له عکسونو ډک دی، د پخوا په هکله فکر وکړئ، د ښوونځي لومړئ ورځ مو در په یاد کړئ، د ځان یا د نورو د ودونو ورځې در په یاد کړئ، وبه وینئ چې ټول عکسونه دي.

خو په بریتانیا کې د نیل کینمیور د "ذهن سترګه" ړنده ده. دی د هغه څه انځور په ذهن کې نشی لیدلی چې په هکله یې فکر کوي.

Image caption نیل کینمیور وايي دی له کوچنیوالي پوهېده چې له نورو سره توپير لري ځکه هغه انځور چې نورو وړاندې کوه، د ده لپاره یې مفهوم نه درلود

ښاغلي کینمیور وايي " ماته چې به خوب نه راته، زما ناسکه پلار به راته ویل چې په ذهن کې دې پسونه وشمېره, هغه به ماته تشریح کوله چې څه معنا، خو له هڅو سره سره ما نشو کولی چې په خپل ذهن کې پسونه وشمېرم".

ښاغلی کینمیور وايي ملګري یې دی هر وخت ځوروي او وايي چې دی به ټوکې کوي، داسې هېڅ امکان نه لري. د ښاغلی کینمیور په وینا خلک هر وخت له ده پوښتنه کوي چې دی څنګه کتاب لولي؟

ښاغلی کینمیور د کتاب لوستلو پر مهال د واقعاتو په هکله حقیقتونه په یاد کې ساتي، خو د ډېرو نورو خلکو په ډول د پېښو ذهني انځور نشي جوړولی. دی وايي " زه له کتاب لوستلو خوند اخلم او زه فکر کوم چې مفهوم د کلمو له لارې افاده کېږي. زه فکر کوم د ادبیاتو لویه برخه پر انځور نه څرخي بلکه د جملو پکې جوړښت مهمه ونډه لري. زه پوهېږم چې کلمه یا جملې څه معنا لري خو د هغه څه انځور چې په کتاب کې تشرېح شوی په خپل ذهن کې نشم جوړولی".

جالبه دا ده چې اوس ښاغلی کیمیور په یوه کتاب پلورنځي کې کار کوي، خو د کیسو د کتابونو په برخه کې ډېر نه ګرځي.

بله خوا داسې خلک لکه د ماشومانو د کیسو د کتابونو لیکواله لورېن بېرد هم شته چې ټول کار یې د دې د فوق العاده فعال ذهني انځور له برکته پرمخ ځي.

Image caption مېرمن بېرد وايي دا کولی شي یوه دنیاګۍ په خپل ذهن کې رسم کړي او پر هغه نور څه هم ور ډېر کړي.

د مېرمن بېرد د " ذهن د سترګې" فعالوالی بیا هایپر-فنتېزیا hyperphantasia نومېږي چې د افنتېزیا برخلاف ډېر فعال وي.

د مېرمن بېرد د ماشومانو د کیسو کتابونه خورا ډېر مینه وال لري.

د مېرمن بېرد په فکر کې چې څه ګرځي، د "ذهن سترګه" یې هغه خورا روښانه ویني. نو دا کولی شي چې له خپل ذهن څخه یې د کاغذ پر مخ راولېږدوي.

مېرمن بېرد وايي د دې تصور خورا لوړ دی، کولی شي یوه دنیاګۍ په خپل ذهن کې رسم کړي او پر هغه نور څه هم ور ډېر کړي.

د پروفیسور زیمان په وینا پر افنتېزیا ستونزې اخته خلک د ده دې کار ته خوښ دي ځکه چې اوس له تشریح کولو پرته، په آسانه یو چا ته ویلی شي چې د افنتېزیا ستونزه لري.