د لیبیا سمندرګي ته نږدې د سلګونو کډوالو د مړینې وېره ده

Image caption روان کال تر اوسه څه دپاسه دوه زره کډوال داسې مهال مړه شوي چې هڅه یې کوله د لیبیا له لارې ځانونه په نامناسبو بېړیو کې ایټالیا ته ورسوي.

د لیبیا سمندرګي ته نږدې د زواره نومې بندر تر څنګ د دوو بېړیو له ډوبېدو وروسته چې شاوخوا ۵۰۰ کډوال یې لېږدول، د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

تر اوسه لږترلږه ۲۰ کسان ژغورل شوي خو وېره ده چې سلګونه نور کډوال ښايي مړه شوي وي.

یو نا تاید شوی رپوټ وايي، د زواره سیمې روغتون ته لږترلږه ۱۰۰ مړي وړل شوي چې د سوریې، بنګله دیش او ګڼو نورو افریقايي هېوادونو کډوال په کې شامل دي.

روان کال تر اوسه څه دپاسه دوه زره کډوال داسې مهال مړه شوي چې هڅه یې کوله د لیبیا له لارې ځانونه په نامناسبو بېړیو کې ایټالیا ته ورسوي.

دوې بيړۍ وې چې د لیبيا لوديځ کې د زوراه له ساحل څخه تر خوځيدو لږ وروسته يې د مرستې غوښتنه کوله.

لومړۍ بيړۍ د پنجشبې ورځې (اګست ۲۷مه) په لومړيو گړيو کې ډوبه شوه، خو دويمه هغه بيا تر دې ښه وروسته واوښته.

د لیبيا ساحلي ساتونکو د يوې ډوبې شوې بيړۍ لپاره د لټون عملياتو ته دوام ورکړى دی.

خو د لیبيا ساحلي ساتونکي دا وړتيا نه لري چې سمندر کې د ژغورنې لوى عمليات ترسره کړي.

اوس داسې ويره ده چې ښايي بيړيو کې سپاره زياتره کسان مړه شوي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اتریش کې په یوې لارۍ کې د مړو کډوالو حالت دومره خراب وو چې چارواکي اړ شول له پلټنو مخکې لارۍ یوه یخچالي مرکز ته ولېږدوي.

بله خوا د اتریش پولیس وايي نن (اګست ۲۸مه) ښايي د هغو مړو شویو کډوالو کره شمېر مالوم شي چې د هنګري له پولې سره نږدې په یوې لارۍ کې موندل شوي دي.

پیل کې ویل شوي وو چې په لارۍ کې د مړو شویو کډوالو شمېر ۲۰ تر ۵۰ تنه دی.

پولیس باور لري دغه کډوال ښايي دوه ورځې مخکې په همدې لارۍ کې مړه شوي وي.

د مړو حالت دومره خراب وو چې چارواکي اړ شول له پلټنو مخکې لارۍ یوه یخچالي مرکز ته ولېږدوي.

په دې اړه د بښنې نړیوال سازمان یوه ویاند، ګوري ون ګولېک، وویل، اروپا ته د رسېدلو لپاره باید بدیلې خوندي لارې ولټول شي.

ورته مطالب