د سوریې بعل شمین عبادت ځای ورانیدو سټیلایټ انځورونه

د انځور حقوق CNES 2015

د فرانسې یوه سټیلایټ د سوریې پیلمایره ( تدمر ) تاریخي ښار کې د بعل شمین نومي عبادت ځای له ورانیدو وروسته انځورونه اخیستی دی. د دغه عبادت ځای انځورونه پلیډز ارت ابزوریټري سیسټم اخیستي، چې د ایربس دفاعي او فضا لپاره کار کوي. دغه انځورونه د مې میاشتې په ۲۲ اخیستل شوي.

د انځور حقوق CNES 2015

د عبادت ځای ورانیدو انځور د اګست میاشتې په ۲۲ اخیستل شوی. دغه انځور کې په څرګنده لیدل کېږي، چې دغه عبادت ځای نور نه شته. د ملګرو ملتونو ادارې هم تایید کړې، چې دغه عبادت ځای نور د ځمکې پر مخ نه شته.

د فرانسې خبرې اژانس اې ایف پي سره خبرو کې د ملګرو ملتونو روزنې او څېړنې ادارې ویاند ویلي، چې هغه ځمکه اوس هواره ده.

د انځور حقوق Reuters

د یادونې ده، چې سخت دریځي اسلامي دولت نومي ډلې د پالمایرا دغه لرغونی عبادت ځای له منځه وړی. دغه عبادت ځاي په لومړي میلادي کال ودان شوی و.

د انځور حقوق AFP

د سږ کال مې میاشت کې د یادې شوې ډلې وسله والو دغه ښار خپل کنترول کې راوست، چې یونیسکو نړیواله ورثه کې شامل کړی.