لبنان کې حکومت ضد مظاهرې: 'ستاسې بوی راپورته شو'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکو د لاریون پروړاندې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي

د لبنان پلازمېنه بیروت په واټونو کې زرګونو کسانو د اداري فساد او د دوی په وینا د یوه ناکامه سیاسي سیستم پر ضد مظاهرې کړې.

مظاهره کونکي چې له ځانونو سره یې د لبنان بېرغ لېږداوه، د شهیدانو په څلورلاري کې راټول شول، خو د هېڅ سیاسي ګوند شعار یې څرګند نه کړ.

سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي، مظاهره کوونکي غواړي د هېواد سیاسي ادارې پر وړاندې ځانونه د یوه پیاوړي ځواک په توګه وښيي.

په وروستیو کې د بیروت په واټونو کې د خځلو او کثافاتو د زیاتېدو له کبله هم خلکو مظاهرې کړې او د خځلو د ستونزې حلولو لپاره یې د غوره مدیریت غوښتنه کړې.

لاریون د کورنیو چارو وزارت د ودانۍ له مخې پیل شو. ګډونوال د شهیدانو په سیمه کې راغونډ شوي وو.

د لاریون یوې سمبالوونکې رشا حلبي لاریونیانو ته وویل، د چاپېریال د چارو وزیر باید استعفا وکړي او د کورنیو چارو وزیر تېره اونۍ د لاریون کوونکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو د ناوړه کړنې په بابت باید محاکمه شي.

د انځور حقوق BBC World Service

حلبي وايي، لاریونیان به د نوي پارلمان او نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

نژدې یوه میاشت وړاندې، لاریون په هېواد کې د کثافاتو او خځلو د ډېرېدو پرضد پیل شول، چې حکومت یې هېڅ غم هم ونه خوړ، خو وروسته په حکومتي کې د فساد پرضد او د سیاسي پوړۍ د غندلو پراخ غږونه پورته شول.

فرانس پرېس خبري آژانس د لاریون د یوه سمبالوونکي لوسیان بورجیله له قوله ویلي: ''دا د سیاسي ګوندونو له لوري تنظیم شوي لاریونونه نه دي، بلکې د ټول لبناني ولس له خوا لاریون دی. موږ د هغو ګوندونو پرضد یو چې هېواد یې اشغال کړی دی.''

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لاریون کوونکو د چاپېریال د وزیر استعفا غوښته

بل خوا، د بښنې نړیوال سازمان له لبناني امنیتي ځواکونو د زغم کولو غوښتنه کړې ده.

د لبنان حکومت د تېرې سې شنبې په ورځ د کثافاتو د ستونزې د حل لپاره یوه پرېکړه وکړه، خو وویل چې خصوصي شرکتونه په دې اړه ډېرې پیسې غواړي.

خو له غونډې نه د حزب الله اړوند وزیران، چې د لاریون سمبالوونکي هم دي، د احتجاج په توګه ووتل.

د لبنان لومړي وزیر تمام سلام وویل، که چېرې دا وضعیت دوام وکړي، ''نو حکومت یې د زوال لوري ته کشول کېږي.''

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق Reuters
Image caption پلازمېنه بیروت کې کثافات آن سړکونو ته راوتلي

ورته مطالب