مالیزیا کې د لومړي وزیر نجیب رزاق خلاف دویمه ورځ احتجاجونه

د انځور حقوق AFP
Image caption احتجاج کونکو د دویمې ورځې چمتووالي لپاره شپه پر سړکونو تېره کړه

کوالالمپور کې ښايي دویمه ورځ هم لسګونه زره مالیزیایان مظاهرې وکړې، چې د یوې مالي رسوايۍ پر سر د لومړي وزیر نجیب رزاق د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د شنبې په ورځ ګڼ پولیس د مظاهره کونکو پر وړاندې موجود وو، چې دغه احتجاج غیر قانوني بولي.

مظاهره کونکي د ښاغلي رزاق بانکي حساب ته د هغو اووه سوه میلیونو ډالرو پر ورکړې اعتراض کوي، چې د نامعلوم بهرني مرستندوی له لوري دغه حساب ته ورکړل شوي دي.

د دغه هېواد رسمي خبري اژانس برناما بیا د ښاغلي رزاق له قوله ویلي: 'دغه چې ژیړ رنګه کالي یې اغوستي دي، دغه کسان غواړي زموږ نیک نامي په بدنامي بدله کړي، دوی غواړي د بهرنۍ نړۍ پر وړاندې د مالیزیا پر مخ تور داغونه وښيي.'

پر نوموړي لوی تور دا دی، چې ګواکي له هغه بانکي حسابه یې اووه سووه میلیونه امریکايي ډالره اخیستي، چې ۲۰۰۹ کال کې یې پر یوه سوداګریز مرکز د کوالالمپور اړولو هڅو لپاره پرانیستی و.

د کابینې غړي وايي د پېسو دغه لېږد د منځني ختیځ له نامعلومو سرچینو نه راغلې 'سیاسي بسپنه ' وه او وايي هېڅ کومه نامناسبه کړنه نه ده تر سره شوې.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. ښاغلی رزاق هر ډول ناسمه کړنه ردوي. د نوموړي په وینا احتجاج کونکي د مالیزیا رنګ بدوي.

پولیس د اټکل له مخې وايي د پرونیو احتجاج کونکو شمېر ۲۵۰۰۰ کسانو ته رسیده، خو بریش نومي دیموکراسي پلوه ډله چې د دغو مظاهرو تر شا ده وايي، د مظاهره کونکو شمېر ۲۰۰ زره کسانو ته رسیده.

پخوانی لومړی وزیر مهاتیر محمد پرون ناڅاپه د احتجاج کونکو پر وړاندې راڅرګند شو او له هغوی یې وغوښتل، چې احتجاج ته دوام ورکړي.

نوموړی د ښاغلي نجیب د استعفا غوښتونکو پلوي کوي.

احتجاج کونکي، چې مازیګر کې یو ځای وو د دویمې ورځې چمتووالي لپاره یې شپه پر سړکونو تېره کړه. په پام کې وه، چې د یکشنبې تر نیمې شپې به لاریونونه دوام وکړي.