اروپايي ټولنه د کډوالو پر کړکېچ بېړنۍ غونډه کوي

د انځور حقوق AP

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د کورنیو چارو وزیران به یې د کډوالو د کړکېچ هواري په اړه دوې اوونۍ وروسته بېړنۍ خبرې وکړي.

له لوکسمبورګه چې د اروپايي ټولنې دوره یي مشرتوب یې په غاړه دی، په یوه اعلامیه کې راغلي، دا کړکېچ په دې وروستیو کې بې سارې کچې ته رسېدلی دی.

د کډوالۍ په دغه لړ کې ډیر شمېر کسان د مدیترانې په سمندر کې ډوب شول او یوازې تېره اونۍ اتریش کې په یوه یخچالي موټر کې د ۷۱ کډوالو مړي وموندل شول.

د ګوتو نښې

تېره میاشت ۱۰۷ زره او ۵۰۰ کډوال د اروپايي ټولنې تر پولو یې ځانونه ورسول چې دا بې سارې شمېره ده.

برتانیا، فرانسه او جرمني وایي هغه کډوال چې یونان او ایټالیا ته رسېږي، باید د ګوتو نښې یې واخیستلې شي.

د دوی په وینا، د کډوالو د اصلي خوندي هیوادونو نوملړ ترتیب شي چې ځینې کډوال د اړتیا په صورت کې هغو ته بېرته واستول شي.

د انځور حقوق EPA

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د دغه کړکېچ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوه ټولیز غبرګون غوښتنه وکړه او له هغو هېوادونو نه چې د کډوالو له ځپو سره مخامخ دي وغوښتل چې د دوی لپاره 'خوندي او قانوني' لارې برابرې کړي.

ښاغلي بان کي مون د اتریش د پېښې په اړه چې ۷۱ کسان په کې مړه شوي خواشیني وښوده او داسې ګومان کېږي چې ډیری دغه کسان د سوریې له جګړې تېښتېدلي وو.

د جنورۍ له میاشتې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵۰۰ کډوال وژل شوي چې ډیری یې په مدیترانې سمندر کې د بېړیو د ډوبېدو له کبله وژل شوي دي.

جرمني ته په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو تګ څلور برابره شوی او تمه کېږي چې شمېر به یې ۸۰۰ ته لوړ شي.

ورته مطالب