امريکا: له پاکستانه پر افغانستان بریدونه د منلو نه دي

د انځور حقوق b
Image caption رايس له نوازشريف نه وغوښتل، چې د هغو اورپکو د ځپلو لپاره گام اوچت کړي، چې له خاورې يې د افغانستان پرضد بريدونو کې کار اخلي

د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ته ويلي، د پاکستان له خاورې پر افغانستان د اورپکو بريدونه د دوى لپاره د منلو نه دي.

ميرمن رايس د يکشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره په کتنه کې له هغه دا هم وغوښتل، چې د هغو اورپکو د ځپلو لپاره گام اوچت کړي، چې له خاورې يې د افغانستان پرضد بريدونو کې کار اخلي.

افغان او امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې حقانې شبکه د پاکستان له خاورې په افغانستان کې بريدونه کوي.

په پېښور کې د چارو شنونکي رحيم الله يوسفزي په دې اړه چې ایا له فشارونو سره سره به د پاکستان په دریځ کې بدلون راشي او که نه، بي بي سي ته وویل:"زه فکر نه کوم چې یو لوی بدلون به راشي زما په فکر همدا پالیسي به وي".

نوموړي دا یادونه هم وکړه چې د پاکستان پوځ ورته ادعاوې کوي او پاکستان به دا کار په شرایطو تر سره کوي او د دې په بدل کې به پاکستان ممکن د حقاني شبکې او یا افغان طالبانو پر ضد څه عملیات وکړي.

د هغو ادعاوو په اړه چې کوم عملیات د پاکستان پوځ یې شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر وړاندې کوي پر حقاني شبکې باندې هیڅ ډول فشار نه دی راوړل شوی بلکې دوی ته لا اجازه ور کړلی شوې، چې په خوندي توګه افغانستان ته واوړي په دې اړه ښاغلي یوسفزي وویل:

"زموږه چې کوم معلومات دي په دغه سیمه کې چې کومې وسله والې ډلې وې هغوی له مخکې تښتېدلې وې هغوی په میر علي او میرام شاه کې دغو سیمو کې موجود نه و".

د انځور حقوق AP
Image caption حقاني شبکه او القاعده ډله ټول له هغه ځایه په وخت وتلي وو

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې دغه اورپکي شوال، دته خېلو او افغانستان ته تللي وو او نور قبایلو سیمو کې خاوره واره شوي وو. حقاني شبکه او القاعده ډله ټول له هغه ځایه په وخت وتلي وو.

مخکې له دې د حقاني شبکه شمالي وزیرستان کې ډېره فعاله وه خو دا چې په دغه سیمه کې اوس فعالیت لري او که نه ښاغلي یوسفزی وايي، چې د دوی له بریدونو نه داسې ښکاري چې اوس هم دغه ډله فعاله ده:

"زموږ سره د هغه په اړه دقیق معلومات نه شته ځکه هلته د خبریالانو تګ بند دی او ځايي خلک هم ډېر کم دي دوی زیاتره بې کوره شوي دي کوم معلومات چې راځي هغه د پوځ لخوا راځي خو د پوځ خلاف بریدونه په شوال او دته خېلو کې شوي نو داسې معلومیږي چې هلته اوس هم پاکستاني طالبان موجود دي او بریدونه کوي".

ورته مطالب