'تر پنځو کلونو به غزه د اوسېدو وړ ځای نه وي'

د انځور حقوق AP

ملګرو ملتونو ویلي، تر ۲۰۲۰ کال پورې به د اسرائیلي بندیزونو او مخکینیو خونړیو بریدونو او اقتصادي مخ پر ځوړ حالت له کبله غزه د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه وي.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا د کانفرانس 'اونکټاډ' له خوا خپور شوی دی.

د 'اونکټاډ' په کلني راپور د غزنې تراډې پر ژوند رڼا اچول شوې ده، چې وايي د اسرائیلو بریدونو او بندیزونو غزه دې حالت ته رسولې ده، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به هلته ژوند کول ستونزمن وي.

راپور وايي، د غزې ډېری اوسېدونکي د خوړو له کمښت، د مېشت ځای او برېښنا له نشتوالي او د پاکو اوبو له ډېر کمښت سره مخامخ دي.

ګڼ وګړیز ښار

راپور کاږي ''د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د وګړو د ډېروالي او روغتیايي او ټولنیزو اسانتیاوو د کمښت له کبله غزه تر ۲۰۲۰ کال پورې د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه دی.''

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP

د غزې تراډې مساحت یوازې ۳۶۲ کیلومتره دی، چې نژدې یو میلیون او ۸۰۰ زره وګړي پکې ژوند کوي، چې په دې سره غزه د نړۍ له هغو ځایونو ده، چې تر خپل حد ډېر وګړي پکې اوسېږي.

د اسرائیلي بریدونو او بندیزونو له کبله د غزې ډېری وګړي بې ځایه شوي، کورونه یې ویجاړ شوي او د ژوند اساسي اسانتیاوې نه لري.

له تېرو نژدې ۹ کلونو راهیسې پر غزې د اسرائیلو له خوا بندیز لګول شوی دی.

د 'اونکټاډ' په راپور کې دا هم راغلي، چې په غزه کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت او بې کاري خورا ډېرېدونکې ده، چې هلته یې د ژوند کولو امکانات ډېر کم کړي دي.

ملګري ملتونه د غزې د بې ځاه شویو کډوالو لپاره مرستې چمتو کوي، خو وايي د تمویل له کمښت سره مخامخ دي.

'اونکټاډ' وايي، اسرائیلي بندیزونه په غزه تراډه کې بنسټیزو ځایونو ته ډېر زیان رسولی، د ریښتینې بیارغونې د چارو مخه نیول شوې ده، اقتصاد یې ورځ تر بلې کمزوری کېږي او وګړي یې له لوږې او تنګ لاسۍ سره مخامخ دي.''

د ۲۰۱۴ په اوړي کې د غزې پر ضد د اسرائیلي بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۲۰۰ فلسطینیان ووژل شول، چې ډېری پکې ماشومان وو، او تر نیم میلیون ډېر وګړي یې بې ځایه شول.

یاد راپور زیاتوي، غزې ته ددغو بریدونو پرمهال د غزې د ټول ټال سیمه ییز تولید درې برابره اقتصادي زیان رسېدلی دی.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

شمېرې ښيي، اسرائیلي بریدونو په غزه کې تر ۲۰ زرو ډېر کورونه او ۱۴۸ ښوونځي، ۱۵ روغتونونه او ۴۵ روغتیايي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

پر دې سربېره، ۲۴۷ کارځایونه، ۳۰۰ سوداګريز مرکزونه سخت زیانمن شوي، خو لاهم په غزې تراډې کې یوازېنی برېښناکوټ له لویو ستونزو او زیان سره مخامخ دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق EPA

ورته مطالب