چين پر جاپان د بري اويايمه کليزه ونمانځله

د انځور حقوق re
Image caption چين په ۲۰۱۴ کال کې د پوځ لپاره څه دپاسه ۱۲۹ ميليارد ډالره بوديجه بېله کړې وه، په داسې حال کې چې د امريکا پوځ بيا۵۸۱ ميليارد ډالره لرله

د دويمې نړيوالې جګړې د اويايمې کليزې په مناسبت او پر جاپان د بري نمانځلو لپاره چين پوځي پرېډ وکړ.

د پرېډ په پرانستې وينا کې د چين ولسمشر شي جينپېنګ وويل: ''چينايانو په خورا کلک هوډ د جاپان مقابله وکړه او ماتې يې ورکړه.''

ده وويل د چين پوځ چې اوس يې شمېر دوه ميليونه او ۳۰۰زره دی، دوه ميليونه ته راکم کړي، خو د نېټې په اړه يې څه و نه ويل.

د بيجنګ په تيان اينمن ډګر کې جوړ شوي پوځي پرېډ کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ پوځيانو برخه لرله او د پرېډ پر مهال ۲۰۰ جنګي الوتکې، ټانکونه او توغندي هم نندارې ته وړاندې شول.

شي جينپېنګ چې د وسلوال ځواک سر اعلی قومندان هم دی په دې پرېډ کې د ۳۰ بهرنيو هېوادونو د مشرانو کوربه و.

د دغه پرېډ مهم مېلمانه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون و، خو د جاپان او لوېديځو هېوادو مشرانو په کې برخه نه وه اخيستې.

جاپان په ۱۹۳۷ ميلادي کال کې پر چين يرغل وکړ او د بيجينګ د شمېرو له مخې په دغه اته کلنه جګړه کې ۱۴ ميليونه چينايانو خپل ژوند له لاسه ورکړو.

د چين او امريکا د پوځي ځواک پرتله

د انځور حقوق Reuters

چين په ۲۰۱۴ کال کې د پوځ لپاره څه دپاسه ۱۲۹ ميليارد ډالره بوديجه بېله کړې وه، په داسې حال کې چې د امريکا پوځ بيا۵۸۱ ميليارد ډالره لرله.

چين څه دپاسه دوه ميليونه او ۳۰۰زره پوځيان لري، خو د امريکا د سرتېرو شمېر بيا څه باندې يو ميليون او ۴۰۰زره دی.

د ټانکونو په شمېر کې هم چين تر امريکا مخکې دی، چين ۶۵۴۰ ټانکونه لري او امريکا ۲۷۸۵ ټانکونه لري.

خو په جنګي الوتکو کې امريکا تر چين بيا وړاندې دی. چين ۱۶۶۷ جنګي الوتکې لري او امريکا ۲۳۹۷ الوتکې لري.

امريکا د الوتکو لېږدولو ۱۰ بېړۍ لري، خو چين يوازې يوه بېړۍ لري.

د ډېرې پوځي بوديجې لرونکي لس هېوادونه:

د انځور حقوق Reuters

۱: متحد ایالاتو په ۲۰۱۴ کال کې ۵۲۸ ميليارد ډالره پوځي بوديجه لرله

۲: چين په ۲۰۱۴ کال کې ۱۲۹.۴ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۳: سعودي عربستان په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۸۱ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۴: روسيې په ۲۰۱۴ کال کې ۷۰ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۵: فرانسې په ۲۰۱۴ کال کې ۵۳.۱ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۶: جاپان په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۴۸ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۷: هند په ۲۰۱۴ کال کې څه د پاسه ۴۵ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۸: جرمني په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۴۴ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۹: برازيل په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۳۲ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

۱۰: ايټاليا په ۲۰۱۴ کال کې څه دپاسه ۲۴ ميليارد ډالره پوځي بويديجه لرله

د انځور حقوق

جاپان په ۱۹۳۷ ميلادي کال کې پر چين يرغل وکړ او د بيجينګ د شمېرو له مخې په دغه اته کلنه جګړه کې ۱۴ ميليونه چينايانو خپل ژوند له لاسه ورکړو.

د انځور حقوق XINHUA

ورته مطالب